لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د ننداریزو قطعو جوړول په پار سره او اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۲۱:۸
لغمان

۲۹ چنګاښ ۱۳۹۸
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بزګرانو سیمه ییزو ښوونځیو لپاره د ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو کیمیاوي سرې، اصلاح شوي تخمونه، کرنیز درمل او یوشمېر نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو له لارې په دې ولایت کې د سبو او مېوو د افتونو او ناروغیو د مخنیوی په پار تر دې دمه ۱۶۰ بزګران روزل شوي دي او دا لړۍ روانه ده.
د چارواکو په خبر ددې ولایت د بزګرانو اتو سیمه ییزو ښوونځیو لپاره د ننداریزو قطعو د جوړول په پار پر یوشمېر بزګرانو توره سره، یوریا کیمیاوي سره، کرنیز درمل او یوشمېر نور اړین توکي وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو له لارې د بزګرانو روزل دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت