کورنیو کرنیزو محصولاتو پېر-پلور ته دهېوادوالو لېوالتیا

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۴:۵۴
کورنیو کرنیزو محصولاتو پېر-پلور ته دهېوادوالو لېوالتیا

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي، چې ډېری وګړي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ورځني اړتیاوې پوره کوي، چې له همدې امله یې ډېری کرنیز محصولات د سیمې په کچه یو له خورا ارزښتمنو توکو څخه شمېرل کیږي.
دا چې په افغانستان کې کرنه د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا جوړولو لپاره ترټولو غوره او شاید یوازینۍ لار وي تر څو له دې لارې وکولای شو د سیمې په کچه د اقتصادي او کرنیز سیال په توګه خپل ارزښت وساتو او لا پرمختګ ته د کرنیز هېواد په توګه زمینه برابره کړو.
کرنیزو محصولات او په تېره بیا د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د بزګرانو او بڼوالو په لاس راټولې شوې ډول ډول مېوې لکه انګور، شفتالو، زردلو، اولوچې او نور پخې شوې دي او د کابل د مېوو مارکېټ یې خورا د پېر او پلور په ګرم بازار بدل کړي دي، چې یاد مارکېټ ته هره ورځ په ګڼ شمېر موټرو کې هغه مېوې، چې د کروندګرو له ډېر زیارګللو وروسته پخوالي ته رسېدلي تر مارکېټه او وروسته له مارکېټه د ډېر پېر او پلور لپاره سیمه ییزو بازارونو ته وړل کېږي، چې یوه غوره بېلګې یې د پلازمینې کابل د مېوو ګرم بازار او لوی مارکېټ دی.
د هېواد پلازمېنه دا مهال د خپلو کرنیزو محصولاتو په بېلابېلو او رنګارنګ مېوو خپل د خوند او ښایست سیوری غوړاولی دی، چې د ګڼو خلکو او سوداګرو ورځنۍ ژوند یې ورسره بوخت ساتلی دی.
د کابل ښار د مېوو منډوي ته د تازه مېوو راوړنکي سوداګر او پلورنکي وایي، چې وطني کرنیزمحصولات د بهرنیو محصولاتو په پرتله د خوند او کیفیت له پلوه خورا ښه او د ډېر پېریدونکي لري.
حسیب خیري د کابل د تازه مېوو په مارکېټ کې هټی لري هغه وایي، د مېوو بازار نورو وختونو ته په کتو ځکه ښه ده، چې ډېری هېوادوال له کورنیو محصولاتو ګټه پورته کوي هغه وویل: «که څه هم اوسمهال خلک د کرونا وبا له وجې رنځ وړي خو بیا هم خلک ددې وبا سره د مبارزې په پار له وطني تازه مېوو څخه ګټه پورته کوي، ځکه دا مېوې ټول طبیعي او خوندور دي.»
د خیري په وینا د پېر او پلور په مارکېټ کې دا مهال د بهرنیو هېوادونو په ګډون د هېواد ګڼې مېووې لکه زردالو، الو، شفتالو، ګیلاس، الوبالو، هندواڼې، خټکي او نورې شتون لري، چې د بهرنیو هېوادونو مېوو ته په کتو یې هم کیفیت ښه او پېر او پلور یې ډېر دی.
 نموړی له حکومته غواړي، چې د مېوو د ساتلو او بسته بندۍ په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
دا مهال د هېواد په ډېریو ولایتونو کې په ګڼ شمېر مېوې پخوالي ته رسېدلي، چې له پخوالي سره سم یې سوداګر د کابل مېوو مارکېټونو ته راوړي دي.
احمد ذاکر امیري د کابل د تازه مېوو په مارکېټ کې د هندواڼې او خټکیو په پېر-پلور بوخت دی، نموړی وایي، چې وطني خټکي او هندواڼې خورا لوړ کیفیت لري او نورو وختونو ته په کتو یې بازار او بیې یو څه ښه دي.
هغه د تازه مېوو د پېر-پلور په برخه کې لوی خنډ د سړوخونو نشتون یادوي او په دې برخه کې له حکومت څخه د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کوي.
د هېواد په ډېرو ولایتونو کې یو شمېر کرنیز محصولات پخوالي ته رسېدلي او پاتې نور یې د پخېدو خواته راون دي، چې هر کال د کرنې وزارت یې د پراختیا  او  مدیریت په پار ګڼ شمېر پرګرامونه، اغېزمنې برنامې او یو شمېر پروژې پلي کړي دي. د هېواد مېوې د یو شمېر نورو ولایتونو سر بېره بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي، چې د پېر او پلور لپاره یې د سیمې په کچه ښه نوم او بازار هم خپل کړی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS