دکرنې وزیر د فراه مرستیالې والي سره د بزګرانو پر ستونزو خبرې وکړې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۶:۱۱
دکرنې وزیر د فراه مرستیالې والي سره د بزګرانو پر ستونزو خبرې وکړې

۸ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزير، ډاکټرانوارالحق احدي د خپل کار په دفتر کې د فراه ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې سهیلا مومن سره وکتل.
په دې کتنه کې د واړو خواوو د فراه ولایت د کرنې او د بزګرانو پر وړاندې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.
د فراه مرستیالې والي سهیلا مومن په دې ولایت کې د بزګرانو پروړاندې شته ستونزې او ننګونې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې. آغلې سهیلا مومن وویل، چې فراه دکرنې لپاره پراخې ځمکې او مناسب اقلیم لري او په دې ولایت کې د انارو، انګورو، عنابو او هندواڼو ترڅنګ د سبو کرکېله هم ښه پایله ورکوي، خو یادو کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار نه شتون د بزګرانو لویه ستونزه ده.
د فراه مرستیالې والي دغه راز په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو پروسس د مرکز نه شتون هم د بزګرانو پر وړاندې لویه ستونزه وبلله او په یادو برخو کې د کرنې وزارت د پاملرنې غوښتونکې شوه.
سهیلا مومن دغه راز وویل، چې سږني وچکالۍ د فراه ولایت په کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د غنمو پر حاصلاتو بده اغېزه کړې ده، چې کروندګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي. هغې په دې برخه کې د کرنې وزارت د همکاریو ترڅنګ په دې ولایت کې د غنمو ساتنې د یوګدام جوړولو وړاندیز هم وکړه.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې سږني وچکالۍ افغانستان شموله ده او په دې برخه کې مو خپلې طرحې جوړې کړي دي، چې پر بودیجه یې د مالیې وزارت له خوا غور کېږي.
ښاغلی احدي د فراه مرستیالې والي او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې وويل، چې د کرنې وزارت انډولیزه پراختیا ته ژمن دی او امکاناتو ته په کتو به د بزګرانو د ستونزو هوارولو په پار کار ووشي.
دکرنې وزیر دغه راز وویل، چې دمګړۍ هم د کرنې وزارت یوشمېر پروژې له ډلې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه او د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه (CBARD) په دې ولایت کې خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي او پروژې پلي کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

در فیض‌آباد دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی ایجاد و تجهیز شد

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور توسعه زنجیره ارزش محصولات لبنی، بهبود عرضه محصولات باکیفیت و حمایت از اشتغال‌زایی و توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها، دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی در شهر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

توزیع گاوهای شیرده برای ۵۰ خانواده زلزله‌زده در کنر

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
در کنر، روند حمایت از خانواده‌های زلزله‌زده به‌منظور بازسازی زندگی و تقویت معیشت آنان در بخش مالداری ادامه دارد. در ادامه این روند، در چارچوب پروژه «بازسازی زندگی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۳:۶
Background image

دیدار رئیس زراعت هرات با هیئت رهبری اتحادیه زعفران افغانستان

۱۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
شیخ مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات با هیئت رهبری اتحادیه زعفران افغانستان دیدار و درباره وضعیت کشت و تولید زعفران، فعالیت‌های اتحادیه. . .

BACK TO NEWS