د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۰:۵
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه


۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) له خوا د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په کوزه مزینه پاچا کلي کې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو د یوې کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 د دې کانال په جوړېدو سره څه دپاسه ۶۲۷ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي او ورسره د اوبو د ضایعاتو او د اوبو پر وېش د کروندګرو ترمنځ د شخړو مخه نیول کېږي.
دا کانال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) له خوا د سیمه ییزو شوراګانو په همکارۍ د درې میاشتو په موده کې په پاخه او اساسی ډول جوړ شوی.
د یاد کانال په جوړولو کې ددې کلي ۲۴ تنه کاریګرهم په کار بوخت ول.
د اوبولګولو جوړ شوې کانال په هکله د کلي د سیمه ییزې شورا مرستیال حمدالله وایي: «هر کال به د اوبو د ضایعاتو او کمښت له امله تر ۱۰۰ جریبه زیاته ځمکه شاړه پاتې کېده. هر کال به سلګونه خلک راټولیدل او دا کانال، چې له سپین غر څخه سرچینه اخلي یې په غیرفني بڼه له خاورو، تیږو او لرګیو څخه جوړول. اوبه ضایع کیدلې، کرنیزو ځمکو ته کافي اوبه نه رسیدلې او ځمکې به وچې پاتې شوې. له همدې امله به اکثره بزګرانو په خپلو ځمکو کوکنار کرل، چې د نورو سبو په پرتله کمو اوبو ته اړتیا لري.»
هغه زیاته کړه، چې کوکنار په کال کې یو وار حاصل ورکوي او ځمکه هم کمزوری کوي. همدارنګه د اوبو د کمښت له امله به د کلیوالو تر منځ د اوبو وېش په سر جنجالونه موجود وو.
د حمدالله په خبره، د نوي کانال په جوړېدو سره د اوبو د ضایعاتو او شخړو مخه نیول شوې او په کافي اندازه اوبه په کم وخت کی ډېرو ځمکو ته رسېږي. بزګران په خپلو ځمکو رومي بانجان، بادرنګ، لوبیا، شلغم، ملۍ، ګلپي، جوار، غنم او داسې نور سابه کري، چې په کال کې درې فصله حاصل ورڅخه اخلي. دوی اوس د کوکنار په پرتله ډېره ګټه ترلاسه کوي.
د کلي یو بزګر، رییس خان وایي: «مخکې له دې چې دا کانال جوړ شي پنځه جریبه کرنیزه ځمکه مې د اوبو د کمښت له امله وچه پاتې کېده او په څلور جریبه ځمکه مې کوکنار کرل ځکه چې، کوکنار کمو اوبو ته اړتیا لري.»
رییس خان زیاته کړه: «د کوکنار په کرکېله کې به واړه او غټ ټول بوخت وو او خواري به مو تېروله خو د کال په پای کې به مو ډېره کمه ګټه ترلاسه کړه.» هغه وایي، چې ددې کانال په جوړېدو سره یې ستونزې هوارې شوي دي. د هغه په خبره د کرنې وزارت د کرنې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا یو شمېر بزګرانو ته د مېوو بڼونه هم جوړ شوي. رییس خان وویل: «زما لپاره یو جریب د شفتالو بڼ کېنول شوی، چې له همدې کانال څخه یې خړوبوم. د نیالګیو تر رسېدو پورې په بڼ کې پیاز، اوږه، ګلپي، غنم، جوار او داسې نور سابه کرم او په کال کې درې فصله حاصل ورڅخه اخلم.»
له دې کانال څخه په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ۶۷۲ کورنۍ ګټه اخلي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د شوراګانو د سلا مشورو په بنیاد ولاړه پروژه ده، چې د کوکنارو د کښت او کر د مخنیوي په پار په ننګرهار، فراه او بادغیس ولایتونو کې فعالیت کوي او موخه یې د کروندګرو د اقتصاد پیاوړتیا او د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو ورپېژندل دی.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۶
Background image

د خرماوو بڼونو د ترویج په‌پار د کرنې وزارت هڅې؛ هلمند کې لسګونه جریبه نمونوي بڼونه پر حاصلاتو راغلل

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په تودو سیمو کې د خرماوو د معیاري بڼونو د ترویج او پراختیا لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي، چې په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۵۷
Background image

کمپاین جلوگیری از بیماری تب خون‌دهنده کانگو در ولایت جوزجان آغاز شد

۴ جوزا ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به منظور جلوگیری از بیماری تب خون‌دهنده کانگو، کمپاین سم‌پاشی و مبارزه علیه بیماری CCHF (تب خون‌دهنده کریمه ـ کانگو) را در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۵۴
Background image

میدان وردګو کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي کمپاین؛ د څارویو پلورونکو او قربانۍ اخیستونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

۴ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۸ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د وینه بهېدونکې تبې (کانګو) ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه د عامه. . .

بازگشت به خبرها