د کتار په بڼه د شولې کرکېله د بزګرانو حاصلات د پام وړ زیات کړي دي

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۶:۱۹
د کتار په بڼه د شولې کرکېله د بزګرانو حاصلات د پام وړ زیات کړي دي

شولې یا وریجې د افغانستان له اړینو کرنیزو  محصولاتو څخه دي. شولې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او په ځانګړې ډول د افغانستان په شمالي او ختيځو ولایتونو کې په پراخه کچه کرل کېږي، خو د شولو کښت او د خړوبولو میتودونه یې په ډېرو مواردو کې په مسلکي ډول نه ترسره کېږي.
 څرنګه چې بزګران تر ډېره په دودیزه بڼه د شولو کرکېله کوي نو، دا کار له یوې خوا د دوی حاصلات راکموي او له بل اړخ څخه د شولو کیفیت د پام وړکموي.
په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د اوبو سرچینو پراختیا د پانګوونې پروژه (LKISP)   په تخار او کندز ولایتونو کې د شولو ډېر ننداریزې کروندې جوړکړې دي او بزګرانو ته یې په بېلابیلو برخو کې ښونیزې برنامې هم په لاره اچولي دي.
ددغو ننداریزو کروندو یوتن ګټه اخستونکی، محمدزی اونور بزګران، چې د کندز ولایت د دشت ارچې ولسوالۍ وسیدونکي دي، له څوکلونو راهېسې په عصري بڼه (د کتارپه بڼه) د شولو کرکېله کوي.  د کښت کولو عصري میتودونه د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي او د تېرو تجربو پراساس طبیعي او کیمیاوي سرې هم کاروي، او ګټه ترې اخلې. په ټوله کې، د وریجو کښت ډېرو اوبو ته اړتیا لري، نو په دې اساس ځمکه باید په ښه ډول هواره شي ترڅو اوبه د ځمکې ټولو برخو ته ورسېږي او د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی وشي.
تېرکال محمدزي ته په خپل کلی کې د اوبو سرچینو پراختیا د پانګوونې پروژې (LKISP)  له لارې د شولو ننداریزه کرونده جوړه وه، چې ددې ننداریزې کروندې په اوږدو کې نږدې ۱۸۰ تنه بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې اړین مهارتونه ور زده کړل شول لکه په عصري ډول اوبولګولو، خېشاوه کول، په اساسې ډول د ځمکې هوارول، په نوې بڼه کرکېله، له کیمیاوي سرو څخه ګټه پورته کول، بېلابېلو ناروغیوڅخه مخنوی، د ناروغیو د مدیریت میتودونه او د حاصلاتو راټولولو میتودونو په اړه دوی ته په عملي ډول زده کړې ورکړل شوې.
محمدزی دخپل ننداریزې کروندې په اړه وايي « په تېرو کالونو کې ما په پخواني طریقه د شولو کښت کاوو، چې زموږ حاصلات د مقدار او څرنګوالي له اړخه د قناعت وړ نه وه، مګرسږکال مې ددې ننداریز کښت په واسطه ښه حاصلات ترلاسه کړل، څرنګه چې مې تېرکال د شولو له دوه جریبه ځمکې څخه یو زر او ۹۰۰ ګیلوګرامه وریجې لاسته راوړل، مګر سږکال ددې ننداریزې کرکېلې په واسطه و توانیدم چې له هم هغه دوه جریبه ځمکې څخه دوه زره او ۹۷۴ ګیلو ګرامه وریجې تر لاسه کړم، چې دا زموږ د محصولاتو، کاروبار او تولید په ډګر کې د پام وړ پرمختګ او ډیروالی ښيي.»
هغه په خپلو خبرو کې وویل « ما ددې ننداریزې کرکېلې په اوږدو کې ډېر اړین مهارتونه زده کړي دي، چې په راتلونکو کالونو کې به یې په خپله کښتونو کې پلي کوم. څرنګه چې مې تېرکال دوه جریبه ځمکه نږدې سل ځلې اوبه کړل  مګر ننداریزه کرونده مې له لومړی ورځې بیا د حاصلاتو د راټولولو ترورځې پورې  شاوخوا ۹۰ ځلې  اوبه کړي دي، چې دا خپله د اوبو لګولو د ضایع کېدو مخنوی ښیې.»
ننداریز کښت له دودیز کښت سره ډېر توپیرونه لري د بیلګې په ډول د ننداریزکښت ځمکه د لایزرلیول ټکنالوژۍ (LLL) په واسطه هواریږي، پداسې حال کې چې دا کارپه کلاسیک (پخواني) میتودونو کې په مسلکي ډول نه ترسره کېږي.
همدارنګه له کیمیاوي او حیواني سرو څخه د مخکنۍ محاسبې په اساس ګټه اخستل کېږي. څرنګه چې محمدزی تېرکال په ننداریزه کرونده کې ۲۰۰کیلوګرامه یوریا سره استفاده کړې وه، مګر د ننداریزې کروندې په جوړولو سره یاد مقدار ۱۵۰ کیلوګرامو ته ټیټه شوه. بل لور د بوټو ترمنځ فاصله په نظر کې نه نېول کېده، مګر دا کار په ننداریزه کرکېله کې په نظر کې نېول شوې او د بوټو ترمنځ فاصله رعایت شوې ده ترڅو بوټې په اساسې ډول وده وکړي او د نباتاتو ساقي قوي شي. په ټوله کې ننداریزې کروندې د بزګرانو لپاره یو ښه فرصت دي ترڅو له میخانیکي کرنې سره بلدتیا پیداکړي او په عصري ډول کښت او د اوبولګولو طریقې په خپله کرونده کې پلي کړي.
 د یادولو وړ ده، چې د اوبو سرچینو پراختیا دپانګوونې پروژه (LKISP) د اسیایي پرمختایي بانک (ADB)  له خوا تمویلېږي.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د احصایې او معلوماتو ریاست وایې، په دې ورستیو کالونو کې د شولو عصري کرکېله ډیره شوې او ډیری بزګرانو ته د شولو ننداریزې قطعې او کروندي جوړې شوې دي، د احصایې او معلوماتو ریاست د چارواکو په وینا، په ۱۳۹۹یم کال کې د ټول هېواد کې په ۱۴۷ زره او ۵۵۴ هکتاره ځمکه د شولو کښت شوې وه او ټولټال ۴۳۹ زره او ۵۴۹ ټنه حاصلات ترې راټول شوي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم برای صدها دهقان در ولایت خوست آغاز شد

به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی و ترویج کرنی معیاری در ولایت خوست، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده گندم برای صدها دهقان به‌گونه رسمی آغاز گردید.
در مراسم افتتاح این برنامه، مسئولان ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

برگزاری ورکشاپ یک‌روزه ارتقای ظرفیت جوامع محلی برای کنترل ریگ‌های روان و صحرا‌زدایی در اندخوی

۱۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
به هدف تقویت نقش جوامع محلی در محافظت از منابع طبیعی و جلوگیری از گسترش ریگ‌های روان، یک ورکشاپ آموزشی یک‌روزه تحت عنوان «ارتقای ظرفیت جوامع محلی و مدیریت ریگ‌های روان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

تخصیص بودیجه برای تثبیت زمین‌های آنتن‌های مخابراتی

به منظور تثبیت و مشخص‌سازی زمین‌های آنتن‌های مخابراتی در سراسر کشور، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله مبلغ هشت میلیون افغانی بودیجه را اختصاص داده است تا هیئتی از مرکز اعزام و وضعیت. . .

بازگشت به خبرها