حیات خان: خوښ یم چې له کمې ځمکې ډېره ګټه لاسته راوړم

naim.rezai
حیات خان: خوښ یم چې له کمې ځمکې ډېره ګټه لاسته راوړم

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
په افغانستان کې له هر پنځو کسانو د څلورو ګټه وټه له کرنې او مالدارۍ سره تړلې ده. په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تل هڅه کوی، چې په ټول هېواد کې بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي، چې له یوې خوا په دغو برخو کې زموږ هېواد ځان بساینې ته نږدې شي او له بلې خوانه د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو عواید ډېر او اقتصادي ستونزي یې هوارې شي.
کرنې وزارت بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره د نورو اړینو مرستو ترڅنګ پر بزګرانو د کرکېلي په موخه اصلاح شوي تخمونه هم وېشي او ددې ترڅنګ بڼوالو لپاره  دعصري او مډرنه بڼونو جوړولو ترڅنګ  وخت پر وخت بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو لپاره روزنیزې برنامې جوړوي ترڅو له مدرن او عصري کرکېلي، بڼوالۍ او مالدارۍ سره بلد شي او له خپلو کروندو، بڼونو او مالونو څخه ښه عواید ترلاسه کړي.
بزګرانو سره د مرستو او همکاریو ترڅنګ د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې په هېواد کې د ارزښت لرونکو بوټو کرکېله دود او په دې برخه کې بزګرانو ته روزنه ورکړي، چې له خپلو کمو ځمکو ډېر حاصل تر لاسه کړي.
د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی حیات خان د ژوند اوږدې لوړې ژورې په خپلو کروندو کې تېر کړی، چې ورځ تر بلې یې د عصري کرکېلي له لارې ګټه وټه زیاته او اقتصادي حالات یې مخ په ښه کېدو دی.  د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2»  له لارې حیات خان ته په نیم جریبه ځمکه کې د ځمکني توتانو عصري کرونده جوړه شوې ده. هغه خوښ دی او وایي، چې د نورو غلو دانو په پرتله یې ډېر حاصل او زیاتې پیسې لاسته راوړي دي.
حیات خان له یاد نیم جریب کروندې څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلو ځمکني توتان راټول او خرڅ کړي دي، چې د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله یې د حاصل ګټه څو چنده یاده وي او ګټه وټه یې خورا ډېر بولي.
حیات خان وایي، چې د خپل ځمکني توتانو له نیم جریبه ځمکې څخه نږدې ۵۰ زره افغانۍ تر لاسه کړی دی. هغه وایي، چې د وخت په تېرېدو سره به یې خپلو نورو کروندو ته هم د کښت لړۍ وغځوي.
د حیات خان له نیم جریبه ځمکې څخه چې ځمکني توتان یې پرې کرلي دي، ګڼو کروندګرو او د سیمې اوسیدونکو ترې وخت پر وخت لیدنې کړې، چې په ترڅ کې یې په سیمه کې د ځمکني توتانو د کښت لېولتیا ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.
هغه له نورو بڼوالو څخه هم غواړي، چې په خپلو کروندو کې د ځمکني توتانو د بوټي کښت وکړي تر څو وکولای شي له کمې ځمکې څخه ډېره ګټه واخلي او له دې لارې په بازارونو کې د ځمکني توتانو اړتیاوې راکمې کړي.
دره نور د ننګرهار ولایت ښکلی او کرنیز ولسوالۍ ده، چې بڼوالۍ ته مساعده اوبو او هوا لري. د کرنې وزارت له خوا په دې ولسوالۍ کې ډول ډول پروژې له ډلې د اوبولګولو د شبکو جوړول، د بڼونو او کورنیو باغچو جوړول او د ځمکني توتانو د کرکېلي پروژې پلی شوي دي.
 په ننګرهار کې، له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» سیمه ییز سرپرست مسوول محمد حنیف امیرزی وایي، چې د ځمکني توتانو د پراختیا په پار یې له کروندګرو سره یو ځای ګڼې برنامې پلي کړي دي، چې د یادو برنامو تر څنګ یې د ځمکني توتانو بوټي او اړوند مواد هم پرې ویشلي چې دا مهال د ننګرهار په درېیو ولسوالیو «ګوشتې، دره نور او خوګیاڼیو» کې په شاوخوا ۱۲ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي، چې په پایله کې یې کال تر بلې د کښت سیمه زیاتیږي. هغه وویل، چې راتلونکې کلونو کې نورې برنامې هم په دې برخه کې لري.
ښاغلی امیرزي وایي، چې د پاروس په نوم د ځمکني توتانو ورایټي یې له هرات څخه راوړي، چې د مېوو او حاصلاتو اندازه یې خورا زیاته ده او اړتیاه ته په کتو یې دا مهال مارکېټ هم ښه دی، چې د کروندګرو په اقتصاد یې خورا ښه اغېزه کړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایي او مالوماتو ریاست شمېرې ښيي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې د هېواد په کچه ۲۹۹ مټریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي دي.
۱۳۹۹یم کال کې په ټولیزه توګه دهېواد په کچه په ۶۲ هکټاره ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوې وه.
افغانستان د ځمکني توتانو کرکېلي او پالنې لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کلونو کې د خلکو ترمنځ ددې مېوې کرکېله او پالنه دود شوی دی.