د اوبو دمدیریت په لور یو بل ګام

mail-admin
د اوبو دمدیریت په لور یو بل ګام

دهقان (بزګر) اوونیزه / د بزګر خبرې
اوبه د ژوندانه له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. افغانستان د روانو اوبو پراخې سرچینې او زېرمې لري، چې په هېواد کې دننه په بېلابېلو برخو کې د ګټې اخیستنې لپاره باید په ښه ډول مدیریت شي.
افغانستان د آمو، هریرود مرغاب، د هلمند، د شمال او د کابل، د اوبو پنځه مهمې حوزې لري چې هره یوه یې ځانګړې تخنیکي، اقتصادي او سیاسي اړخونه لري.
نن سبا د اوبو اهمیت او ارزښت ته په کتو د بشري پرمختګ خورا ستر عنصر اوبه ګڼل کېږي، انسانان په خپل بشري تاریخ کې تل د اوبو د پیدا کولو په لټه کې وو او هڅه یې کړې، چې د اوبو زېرمې په واک کې ولري او په هغو ځایونو او سیمو کې ژوند وکړي چې ترڅنګ یې چینې، رودونه، سیندونه او سمندرونه وي چې په پایله کې یې لوی لوی تمدنونه، لکه په لرغوني مصر کې د نیل رود تمدن، د دجلې او فرات د سیندونو پر غاړه د بین النهرین تمدن او داسې نور پنځولي دي.
د اوبو مدیریت نه یوازې زموږ د نن لپاره مهمه مسأله ده، بلکې د افغانستان د سبا وده هم تر ډېره حده د اوبو له سالم مدیریت سره اړه لري.
د نفوسو له زیاتېدو سره د اوبو غوښتنه هم زیاتېږي، نو د اوبو سطحه ورځ تر بلې په ښکته کېدو ده چې څو کاله وروسته به موږ د اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ شو. په افغانستان کې ٪۹۸ فیصده اوبه د کرنې په خاطر استعمالیږي.
د هېواد د اوبو مدیریت او ښې ګټې اخیستنې د هلو ځلو په دوام، د کرنې وزارت هم د یوشمېر پروژو په لاره اچولو سره خپله ونډه تر سره کړې ده.
د حکومت د سل ورځې او سل زېري د طرحې په اډانه کې روانه اوونۍ د اوبو او برېښنا اوونۍ ده، چې تر ډېره د اوبو مدیریت او بزګرانو ته د کرنیزو اوبو برابرولو په پار په کې د اوبولګولو یوشمېر شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او د یوشمېر نورو شبکو رغنیزې چارې پیل شوې.
د کرنې وزارت له خوا په ۱۱ ولایتونو کې د اوبولګولو ۱۳۳ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او ترڅنګ یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې بیا د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو رغنیزې چارې پیل شوې.
د اوبولګولو د یادو شبکو په جوړېدو سره، د کرنیزو اوبو مدیریت ښه کېږي او دغه راز د کارموندنې او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړېږي.
د اوبو مدیریت او د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی غښتلي او مستقیمه اړیکې لري.
د کرنیزو حاصلاتو تلپاتې زیاتوالی، د ډېرو ځمکو خړوبول، د بې وزلۍ کچه ټیټول، د خوړو خوندیتوب، د اوبو د ضایعاتو مخنیوي، د وچکالۍ منفي اغېزې کمول او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو زیاتوالی ددغو پروژو د جوړولو موخې دي.
ددغو پروژو پلي کېدل او ترې ګټه اخیستل د بزګرانو د عوایدو زیاتوالي، کارموندنه او د کرنیزو سیمو د زیاتوالي لامل هم کېږي.
د کرنیزو حاصلاتو ۲۰تر۳۰ سلنه زیاتوالی او ۲۰تر۳۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخنیوي د اوبولګولو د دغو شبکو د پلي کېدو نور عمده اغېزې دي.
په هېواد کې د کال لسګونه زره هکټاره ځمکې خړوبول، د کرنیز تولید او د کار د زیاتوالي لامل کېږي، چې په پایله کې د صادراتو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.