پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو کمپین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲۳
پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو کمپین پیل شو

۲۷ کب ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو پسرلني کمپین پیل شوی دی.
د پکتیکا د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، په پیل شوي، سږني پسرلني کمپین کې به د پکتیکا ولایت په کچه زرګونه نیالګي کېښودل شي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې به د مثمرو نیالګیو زر جریبه بڼونه هم جوړ شي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د « EATS» پروژې له خوا به په دې ولایت کې بزګرانو ته په ۳۰ سلنې بیې د زردالو، بادام، شفتالو، الو، ګیلاس، چهارمغز او نارو نږدې زر جریبه بڼونه جوړ شي.
د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د پکتیکا له اوسیدونکو غواړي، چې په دې کمپین کې ګډون وکړي او د خپل هېواد په سمسورتیا کې برخه واخلي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

کشت توت زمینی در ننگرهار افزایش یافته است؛ پیش‌بینی برداشت ۶۷۰ متریک تُن محصول در سال جاری

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس معلومات کارمندان ترویجی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، امسال در چهار ولسوالی این ولایت در ۴۰۶ جریب زمین، توت زمینی کشت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۱:۱۱
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی بهاری در ولسوالی فرزه ولایت کابل 

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه، کمپاین نهال‌شانی بهاری را تحت عنوان «غرس نهال صدقه جاریه است» با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف و با. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای دهاقین در دایکندی

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری یک مؤسسه خیریه بشری، برای شماری از دهاقین در مرکز این ولایت تخم‌های سبزیجات توزیع نمود.
در این روند، برای هر دهقان. . .

بازگشت به خبرها