خوست کې د مېلمه کوټ بڼ د بیارغونې چارې په پیل سره د بزګرانو د زده کړې مرکز جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۰:۳۴
خوست کې د مېلمه کوټ بڼ د بیارغونې چارې په پیل سره د بزګرانو د زده کړې مرکز جوړېږي

۲ کب ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې لایت کې د مېلمه کوټ بڼ د بیارغونې چارې پیل شوي دي، چې ورسره به په دې بڼ کې د بزګرانو د زده کړې مرکز « FLRC» جوړېږي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي، د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري، د اړیکو د دفتر مشر محمد علي ځدراڼ، د شمل خرم سیندیزې حوزې رییس، د یوالي او بدلون  کاروان مشر عبد الوالي واحدزي، یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او یوشمېر بزګران ګډون درلود.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د «NCADP» پروګرام تر چتر لاندې د اړیکو دفتر له خوا د نږدې ۶۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت د بزګرانو د زده کړې او سرچینو مرکز «FLRC» جوړېږي.
د خوست والي وویل، چې یاد مرکز به د ولایت په کچه د بزګرانو، د کرنې د لومړنیو توکو د پلورونکو او واردوونکو، سیمه ییزو سوداګرو، د کرنې متخصصینو، د پوهنتون زده کړیالانو، د موسساتو، دولتي او غیر دولتي برنامو د کارمندانو تر منځ همغږي رامنځته کړي.
هغه وویل، چې د خوست ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په غوښتنه یاد مرکز به د مېلمه کوټ په بڼ کې جوړېږي. چې ودانیزې چارې به یې په درو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په همدې حال کې، د اړیکو د دفتر مشر محمد علي ځدراڼ وویل، چې د یاد  مرکز په جوړولو سره به بزګران وکولی شي، چې خپلې ستونزې په خپل وخت د کرنې ریاست کارکوونکو سره شریک او حل لاره ور ته پیدا کړي، او ترڅنګ یې بزګران کولی شي، چې بېلابېلو کرنیزو مالوماتو ته لاس رسي پیدا کړي.
 دغه راز د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې مرکز کې به د لومړنیو توکو پلورونکو، وارودونکو او سیمه ییزو سوداګر کولی شي  مختلفې جلسې تر سره کړي او خپل معلومات له یو او بل سره شریک کړي. همدا راز د پوهنتون زده کړیالان کولی شي، چې په نوموړي مرکز کې بېلابېلې څېړنې وکړي.
همداراز په دې غونډه کې د ۱۲ ولسوالیو د ترویج مدیریتونو، د کرنې د شمل خرم سیندیزې حوزې ریاست مامورینو ته د نږدې ۱۱۵ زره ډالرو په ارزښت اړینې توکي او ۲۴ عراده موټرسایکېلونه ورکړل شول. دغه توکي چې د یادو کارکوونو د وړتیا لوړلو په پار وېشل شوي دي په کې کمپیوټرونه، پرینټر، دفتري میزونه، چوکۍ، د اسنادو ساتلو المارۍ، د انټرنیڼ اسانتیا، کرنیزې توکي لکه قیچي ګانې او دواپاش، غږیز سیستم او د مامورینو د ترانسپورټ لپاره ۲۴ موټرسایکل شامل دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS