خپله خښته سمه کېږدئ

content_admin
خپله خښته سمه کېږدئ

د کرنې د پرمختګ او د ملي تولید د ودې په پار د اړتیاوو له ډلې یو هم له کورنیو تولیداتو څخه د مصرف کلتور دودول دی. ټول خلک باید د خپلو هېوادولو له تولیداتو څخه ګټه پورته کړي. دا چاره حتمي او ترڅنګ یې وطن پالنه او ارزښتناکه چاره ده، که څه هم اوس کوچنی ښکاري خو په راتلونکې کې له موږ سره ډېرې مرستې کوي.
د تولید ترڅنګ باید موږ په پیل کې، په خپلو لګښتونو کې په کورنیو سرچینو تکیه وکړو او د تولید په ښه کولو سره ورو ورو دا تولیدي ظرفیت د نورو هېوادونو پر هېوادوالو تحمیل کړو. ترڅو هغوی هم زموږ له محصولاتو ګټه پورته کړي.
باید وویل شي، چې د چارو د ښه والي په پار دکار د ځواک انګېزه، برسېره پر دې چې د اقتصادي انګېرنې نظام تر اغېزلاندې وي په خپلواک تولید او په شخصي انګېزې سره په ښه توګه تر سره کېږي.
نن په بازار کې وطني مېوې له نورو مېوو څخه تر ټولو غوره کیفیت لري، ارګانیک دي او په طبیعي لارو چارو تولیدېږي. غوره کیفیت ددې لامل کېږي، چې نور خلک هم په ډېر لېوالتیا سره زموږ له تولیداتو څخه ګټه پورته کړي او دا په دوامداره توګه زموږ د اقتصادې ودې لامل کېږي.
هېوادوال له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ باید، د پېرېدونکو په صفت تولیدوونکو ته مشورې ورکړي او وړاندیز وکړي، چې باید د دوی تولید څنګه کیفیت لرونکي وي. دا تولید کولی شي، چې د یوې بڼ مڼه او یا د یوې فابرېکي تولیدي جوس وي. تولیدوونکي هم د خپل کاروبار د پیاوړتیا په پار باید هلې ځلې وکړي، چې د پېرېدونکو رضایت ترلاسه کړي او خپل تولیدات په غوره معیار برابر او د پلور لپاره چمتو کړي. په دې لارو چارو سره د افغانستان ټول محصولات کولی شي، چې په نړۍ کې غوره نوم او ځای خپل کړي.
د افغانستان د یوې وګړې په توګه چې زموږ هېواد یو کرنیز هېواد دی، باید خپل ورځنۍ اړتیاوې د خپل کور له نږدې هټۍ او ځای څخه او د سیمه ییزو او وطني تولیداتو له پېر څخه پیل کړو. هڅه مو باید دا وي، چې وطني او دخپل هېواد تولید شوي توکي وپېرو. په دې کار سره د سیمه ییز مارکېټ د ودې لامل کېږو او ترڅنګ یې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د داخلي تولیدوونکو د هڅونې لامل هم کېږو.
هر هېوادوال باید په ښارونو او بازارنو کې کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي. واقعیت داده، چې د افغانستان کرنیز تولیدات، ډېر طبیعي او رازښتناک دي، دا ارزښت ته باید وده ورکړو او له نن څخه یې لا ډېر پیاوړې کړو.
که د یوشمېر هېوادوالو منفي انګېرنه او څوچ بلد شي، کولی شو چې په ټولو برخو کې د ودې لامل شو. د بېلګې په توګه هره ورځ میلیونونه خلک د هېواد بازارونو ته ځي. که له دې ډلې هر څوک د خپل وس مطابق یو کورني محصول وپېري، دا په دې مانا ده، چې میلیونونه کورني محصولات پلورل شوي دي او پیسې یې یا بزګر او یا یو بل کلیوال ته رسېدلی دی او پیسې د ننه په افغانستان کې پاتې دي او داقتصاد کړۍ پرې څرخي.
په همدې وروځو کې په بازار کې د نورو ډېرو بهرنیو مېوو ترڅنګ، کورني مېوې هم په ښه شکل او ښه بیه تر لاسه کېږي. نو ښه خبره داده، چې د کېلې او امو پرځای، چې له بهره واردېږي، له انار، انګور، مڼې او نورو کورنیوتولیداتو څخه ګټه پورته کړو.
که په یادو برخو کې هېوادوال بدلون منوونکي وي، او خپله خښته سمه کېږدي، نو په بشپړه اښکلا، دنګې ونې او پر ځان بسیا د افغانستان په نوم به یوه ودانۍ جوړه شي.