د ۹۰۰ جریبه ځمکو خوندي کول او د کورنیو ارامتیا راګرځول: تر دې وروسته سېلابونه د کوټ ولسوالۍ د بزګرانو کروندې نه ګواښي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۶
د ۹۰۰ جریبه ځمکو خوندي کول او د کورنیو ارامتیا راګرځول: تر دې وروسته سېلابونه د کوټ ولسوالۍ د بزګرانو کروندې نه ګواښي

د کرنې وزارت د یوې پروژې له لارې د تېرو درو میاشتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د هیبت خېلو په کلي کې د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي سره محافظتي دېوال په پاخه او اساسي ډول رغول شوی دی. تر دې وروسته سېلابونه ددې کلي د اوسیدونکو کورونه او کروندې نه ګواښي او ددې کلي ټول اوسیدونکي له دې دېوال څخه برخمن شوي دي. دا استنادي محافظتي دېوال ۴۰۰ متره اوږدوالی او دوه متره لوړوالی لري، چې د سیند په دواړو خواوو کې رغول شوی دی او د بارانونو په موسم کې ۹۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي کړي دي. د دې استنادي دېوال تر جوړېدو مخکې، د سېلابونو د ګواښونو د مخنیوي په پار دیاد کلي ټول اوسیدونکي هلې ځلې کول او له خاورو او شګو څخه یې بوجۍ ډکول او د یوبل پر سر به یې اېښودل، له لري ځایونو څخه یې نورې توکي راوړل ترڅو داسې بند جوړ کړي، چې د سېلابونو مخه ونیسي او یا ورسره د اوبو مخه بدله کړي. د بزګرانو ټولې هلې ځلې ددې لپاره وه، ترڅو سېلابونه یې کروندې ویجاړې نه کړي. سېلابونه حتا د خلکو کورونه ګواښول او د سېلابونو له ډاره خلک په شپو شپو ارام خوب نه درلود.
د هیبت خېلو او سدوخېلو کلي د شورا استازی ملک معروف وایي: «هرکال ددې کلي ۹۰۰ جریبه ځمکه د سېلابونو له ګواښ سره مخ ول، او هرکال د خلکو څه باندې ۸۰ سلنه کروندې د سېلابونو له وجې تخریبېدل. دغو ګواښونو ته په کتو کروندګر به په خپلو ځمکو کې کرکېله نه کول.»
د هغو ستونزو په پار چې ددې کلي اوسیدونکي او بزګران د سېلابونو له وجې درلودې، ددې ولسوالۍ د خلکو او پراختیایي شوراګانو له خوا ددې استنادي دېوال د جوړولو طرحه د کرنې وزارت یوې پروژې ته وړاندې شوه. ددې دېوال رغنیزې چارې پیل او له درو میاشتو وروسته یې رغنیزې چارې بشپړې شوې. اوس ددې دېوال په بشپړېدو سره د باران په موسم کې د بزګرانو او کورنیو اندېښنې لري شوي دي او ددوی کورونه او کروندې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوي دي. د یاد دېوال تر جوړېدو وروسته، ۹۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د کرکېلي وړ دي او د یادو ځمکو کروندګرو او کښت ته په کافي انداز اوبه رسیږي. ددې دېوال تر جوړېدو وروسته د هیبت خېلو د کلي د اوسیدونکو او ځمکوالو کروندې او کورونه خوندي او د سېلابونو ګواښ له منځه تللی دی.
اوس نو ددې کلي بزګران، غنم، جوار او سابه کري او له خپلو کروندو څخه په یوه کال کې دوه ځلې حاصل راټولوي.
اوس چې د خلکو کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوي دي، دوی لېوال شوي، چې د خپلو ځمکو په یوه برخه کې بڼونه جوړ کړي او له بڼونو څخه ښه عواید ترلاسه کړي. ددې کلي یوتن اوسیدونکی حضرت پادشاه وایي: «زموږ ځمکې او کروندې سېلابونه وړلې. څو ځلې مو نیالګي کېنول، خو ټول یې سېلابونو له ځان سره لاهو کړل، له ډاره، هیڅ شی به مو نه کرل. خو اوس چې دا محافظتي دېوال رغول شوی دی، زموږ ځمکې خوندي شوي دي او غواړو چې نیالګي کېنوو او بڼونه جوړ کړو ترڅو ښه عواید ولرو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یاده پروژه، چې د ولسي شوراګانو د پرېکړو پر اساس فعالیت لري، د ننګرهار، بادغیس او فراه په ولایتونو کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټېټولو په برخه کې کار کوي. ددې پروژې موخه د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو د دودولو او تولید له لارې د سمه ییزو بزګرانو، بېوزله مېرمنو او کروندګرو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.

 

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه زراعتی و مالداری افغانستان در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل افتتاح شد


۲ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه زراعتی و مالداری افغانستان در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل با حضور رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، شماری از مقام‌های امارتی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۷
Background image

ادامه کمپاین مبارزه با ملخ‌های مضر زراعتی در دشت‌های خیرآباد سمنگان

۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان بخش  حفاظه نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان از ادامه کمپاین مبارزه با ملخ‌های مضر زراعتی در ساحه دشت خیرآباد ولسوالی خلم خبر می‌دهد.
این کمپاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

سفر هیئت اوزبیکستان به فاریاب و بازدید از باغ مشترک افغان–اوزبیک

۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از کشور اوزبیکستان به رهبری ابدذکروف جمشید معین وزارت زراعت آن کشور، که در چارچوب یک سفر رسمی به افغانستان آمده بود، به ولسوالی خان‌چارباغ ولایت فاریاب سفر کرده و. . .

بازگشت به خبرها