د ثمر فصل ورسېد: کابل کې ۶۷ ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۴:۲۷
د ثمر فصل ورسېد: کابل کې ۶۷ ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


راپور: تمیم صدیقي
ژباړه: جمعه‌ګل اشرفي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کابل ولایت لپاره ۱۲۵ ممیزخونې جوړوي ، چې له دې ډلې د ۶۷ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ او د پاتې نورو هغو چارې به هم په نږدې راتلونکې کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په ۶۷ ممیزخونو کې چې رغنیزې چارې یې بشپړ شوي دي، عملاً ممیزو ته د انګورو د بدلولو لړۍ پیل شوې ده.
یاد ۱۲۵ ممیزخونې د کابل ولایت په ۹ ولسوالیو کې جوړیږي، چې له دې ډلې د میربچه کوټ په ولسوالۍ کې ۱۹، په ده سبز کې ۱۷، قره‌باغ کې ۲۴ ممیزخونې، شکردرې ولسوالۍ کې ۱۶، استالف کې ۱۱، کلکان کې ۱۳، فرزې ولسوالۍ کې ۱۲، ګلدرې کې ۱۱ او د پغمان په ولسوالۍ کې ۲ ممیزخونې جوړیږي.
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي.
عبیدالله په کابل کې د ممیزخونو مسوول دی. هغه وایي: «د کابل په نهو ولسوالیو کې ۱۲۵ نوي ممیزخونې جوړیږي، چې ټولیز لګښت یې ۱۰۷ میلیونه افغانیو ته رسیږي. د دغو ممیزخونو رغنیزې چارې له ۸۰ تر ۱۰۰سلنې بشپړ شوي دي.»
ښاغلی فرید وایي، چې د جوړېدونکو ممیزخونو د هر یوه وړتیا ۱۰ تر ۱۴ ټنو ته رسیږي. د هرې ممیزخونې د جوړولو لګښت ۸۵۷ زره او ۲۳۴ افغانۍ ده، چې ۲۰ سلنه یې د برخمن شویو بڼوالو او ۸۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
په کابل کې د ۱۲۵ ممیزخونو له ډلې د ۶۷ هغو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي او عملاً بڼوال له دغو ممیزخونو ګټه پورته کوي. د پاتې ممیزخونو رغنیزې چارې په هم تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په دغو ممیزخونو کې تر ډېره کشمشي او حسیني انګور په ممیزو بدلیږي. د چارواکو په خبره که له دغو ممیزخونو په سمه توګه ګټه پورته شي په یوه کال کې درې ځلې انګور په ممیزو بدلولای شي، ځکه په هرو ۱۵ ورځو کې انګور په ممیزو بدلیږي.
په همدې حال کې د کابل ولایت یوشمېر بزګران ددې ولایت په ولسوالیو کې د ممیزخونو له جوړولو خوښ دي او وایي، چې ددغو ممیزخونو په جوړېدو سره د ممیزو کمیت او کیفیت ښه کیږي او ترڅنګ یې د دوی ممیز په لوړه بیه خرڅیږي.
د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ د «هلر» د کلي یو تن بڼوال حاجي میرعبدالحکیم، چې دکرنې وزارت له خوا ورته یوه ممیزخونه جوړه شوې ده وايي: «موږ ممیزخونه نه درلود او خپل انګور به مو د خاورې پر سر هوارول، چې د ممیزو کیفیت به خراب و او په ټیټه بیه به مو خرڅول. اوس چې ممیزخونه ده خاورې، دوړې او هیڅ ډول حشرات نه دننه کیږي او انګور مو په ښه کیفیت سره په ممیزو بدلیږي.» هغه وویل، چې شنه ممیز له سره ممیزه په لوړه بیه خرڅیږي او زموږ په ګټه ده.
د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ بل بڼوال فرهاد د ممیزجوړولو په دودیزو لارو چارو خبرې کوي او وایي: «موږ له ډېر پخوا راهیسي په دودیز ډول انګور په ممیزو بدلوو. لومړی ځمکه پاکوو او بیا په کې انګور د ۲۰ وروځو لپاره اچوو. څو ورځې ورسته یې بیا اړوو له یوې خوا دا صحي لارې چارې نه دي، ځکه ممیز خاوره نیسي او بل خوا کیفیت یې خرابیږي او په ارزانه بیه خرڅیږي او ډېر زحمت هم غواړي. تل یې باید وڅارې که چېرې باران ووشي ټول ممیز خوساکوي او له منځه یې وړي.»
په همدې حال کې د کابل د میربچه‌کوت ولسوالۍ یو تن بڼوال حاجي امین‌الله چې دکرنې وزارت له خوا ورته یوه ممیز خونه جوړه شوې ده وايي، چې د انګورو زر تاکونه لري او هر کال له دې لارې نږدې یوه میلیونه افغانۍ عواید لري. هغه وویل: «د کرنې له وزارت څخه مننه کوم، چې موږ ته ممیزخونې جوړې کړي دي او زموږ ډېرې ستونزې یې هوارې کړي دي.»
غه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.

 

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۶
Background image

میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری امسال نیز از ۲ الی ۵ ثور سال ۱۴۰۵ با شعار « زراعت و مالداری عصری، زمینه‌ساز امنیت غذایی و رشد اقتصاد کشور» در بادام باغ کابل با  برگزار می‌شود.

میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری امسال نیز برای چهار روز از ۲ الی ۵ ثور سال ۱۴۰۵ با شعار « زراعت و مالداری عصری، زمینه‌ساز امنیت غذایی و رشد اقتصاد کشور» در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۱
Background image

نشست با متنفذین قریه صمدی برای حفاظت از جنگلات باغ برگزار شد

۶ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از برگزاری نشست با متنفذین و باشندگان قریه صمدی به‌منظور حفاظت و حراست از جنگلات باغ این قریه خبر می‌دهد.
بر اساس معلومات این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۳۹
Background image

احداث ۱۸۶ قطعه باغ نمایشی مثمر در ۷ ولسوالی جوزجان

۶ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان از تطبیق برنامه احداث ۱۸۶ قطعه باغ نمایشی مثمر در ۷ ولسوالی این ولایت در همکاری با موسسه برای احیا و توسعه افغانستان خبر می. . .

بازگشت به خبرها