هلمند کې د سبو او مېوو مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۵:۴۱
هلمند کې د سبو او مېوو مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
 
۲ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکټور په اډانه کې د مېوو او سبو ځانګړی مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه غونډه کې، چې د یاد مارکېټ د پرانستې په پار جوړه شوې وه، دهلمند والي تورنجنرال محمدیاسین خان، د لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي، د کرنې رییس زلمی الکو او ددې ولایت یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، چې د هلمند په ولایت کې د بزګرو او بڼوالو د محصولاتو د پېر پلور لپاره مناسب ځای شتون نه درلود، چې له امله یې بزګران او بڼوال له ستونزو سره مخ ول. هغه وویل، چې ددې مارکېت په جوړېدو سره اوس بزګران کولای شي، چې خپل محصولات په مناسب ځای او مناسبه بیه خرڅ کړي.
د سبو او مېوو د غه عصري مارکېت لښکرګاه ښارته د ننوتو په دروازه کې جوړه شوې ده، چې د هلمند او نورو ګاونډیو ولایتونو سابه او مېوې به همدلته راوړل کیږي او بیا به د لښکرګاه ښار او د هلمند ولایت نورو ولسوالیو ته له همدې ځایه لېږل کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS