د هلمند د شاتو مچیو تولید ۷ سلنه زیاته شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۷ - ۸:۵۷
د هلمند د شاتو مچیو تولید ۷ سلنه زیاته شوې


۷ غبرګولی ۱۳۹۹
هلمند چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى دا مهال دغلته د کرنی او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې کړندي شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی. په هلمند کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسیدلى او دلته د شته سلګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو په تولید کې د تېرکال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په همکارۍ ددې ولایت بزګرو او بڼوالو ته د شاتو مچیو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي، چې د زرګونه کیلو شاتو د تولید ترڅنګ یې مچۍ اوس دوه برابره تکثیر او زیات شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس وایي، چې په دې ولایت کې به سږ کال ۲۴.۵ټنه شات تولید شي، چې د تېر کال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۷.۵ مټریک ټنه شات تولید شوې وه.
په دې وروستیو کلونو کې په هلمند کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي، چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.
 د هلمند په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده. ددې ولایت شات د کابل په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.
په هلمند کې په داسې حال کې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلې ده، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د شاتو مچیو د روزنې له فارم لرونکو سره مرستې او همکارۍ کیږي. د دغو مرستو څخه د کرنې وزارت موخه د شاتو د تولید د کچې د زیاتولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده.
د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی. افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي. د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS