د پکتیا مرکز ګردیز اړوند د زعفران خېلو د سربند او کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳ - ۱۳:۲۶
د پکتیا مرکز ګردیز اړوند د زعفران خېلو د سربند او کانال  د بنسټ ډبره کېښودل شوه


۳ غویی ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د زعفران خېلو کلی د سربند او کانال د جوړولو د بنسټ ډبره د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او ددې ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې کېښودل شوه.
د یاد سربند او کانال د بنسټ اېښودو په غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ د یادې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغان دولت د اوبو د مهارولو په برخه کې خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې  د اوبو د مهارولو په برخه کې نورې ګټورې پروژې هم پلي شي. 
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وویل، چې د زعفران خېلو کلی د سربند سره یوځای د ۱۳۷ مترو په اوږدوالی د اوبولګولو یو کانال هم جوړیږي.
ښاغلی مومند وویل، چې یاد جوړېدونکی سربند ۶.۵متر اوږدوالی او ۶.۲۵ متر سور لري او دغه راز جوړېدونکی کانال هم ۱۳۷ متر اوږدوالی لري.
د یاد سربند او کانال د جوړولو ټولیز لګښت ۳.۴ میلیونه افغانۍ ده، چې په جوړېدو  سره به یې ۳۲۷ جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي او سلګونه  کورنۍ به ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي. دغه پروژه، چې د سویس د پراختیایي ادارې له خوا تمویلیږي د روغولو چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.
د اوبولګولو د یاد سربند او کانال په جوړولو کې ماهر او غیر ماهرو کسانوته د کار زمینه هم برابریږي او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او همداراز ددې سیمې د ځمکو کرنیز حاصلات به هم ۲۰ سلنه شي، چې د بزګرانو په  اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با  شماری از تاجران اوزببکستان و روسیه دیدار کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی و تخنیکی به رهبری مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور هیئت رهبری اتاق زراعت و مالداری افغانستان. . .

بازگشت به خبرها