در هلمند پروژه پاککاری ۱۷.۸ کیلومتر کانالهای زهکشی با هزینه بیش از ۵.۴ میلیون افغانی آغاز شد
۲۹ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ رَبِیعُالثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
پروژه پاککاری کانالهای زهکشی در مربوطات مرکز ولایت هلمند و ولسوالیهای بولان، گرشک و سنگین، با حضور نمایندگان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مسئولان ریاست زراعت هلمند، بزرگان قومی و باشندگان محل افتتاح و کار عملی آن آغاز شد.
این پروژه از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هزینه ۵ میلیون و ۴۳۹ هزار و ۹۸۵ افغانی تطبیق میشود.
در چارچوب این پروژه، کار پاککاری کانالهای زهکشی به طول ۱۷.۸۷۶ کیلومتر انجام خواهد شد که با تکمیل آن، حدود ۶ هزار جریب زمین زراعتی از آبهای ایستاده رهایی یافته و برای زراعت دو فصله آماده خواهد شد.
مسئولان ریاست زراعت هلمند میگویند که با تکمیل این پروژه، علاوه بر احیای زمینهای زراعتی، زمینه بهبود ظرفیت زراعتی زمینها، افزایش حاصلات و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان نیز فراهم خواهد شد.
مسئولان میافزایند که پاککاری کانالهای زهکشی، مشکلات دهقانان را در زمینه تخلیه منظم آبهای اضافی کاهش داده و زمینه استفاده مؤثرتر از زمینهای زراعتی را گسترش خواهد داد.
پاککاری کانالهای زهکشی در تخلیه آب از زمینهای زراعتی، حفظ حاصلخیزی خاک و جلوگیری از مشکلات ناشی از آبهای ایستاده نقش مهمی دارد. با پاککاری این کانالها، علاوه بر حفاظت زمینهای زراعتی در برابر آبهای اضافی، زمینه احیای زمینها و توسعه زراعت دو فصله نیز فراهم میشود که در نتیجه، میتواند به افزایش حاصلات زراعتی و بهبود درآمد دهقانان کمک کند.
هلمند کې د څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۸ کیلومتره زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه پیل شوه
۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت مرکز اړوند په بولان، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د هلمند د کرنې ریاست د مسؤلینو، قومي مشرانو او سیمهییزو اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
دغه پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۵ میلیونه، ۴۳۹ زره او ۹۸۵ افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د پروژې په ترڅ کې به د ۱۷.۸۷۶ کیلومتره په اوږدوالي د زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې ترسره شي، چې د کارونو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۶ زره جریبه کرنیزه ځمکه له ولاړو اوبو څخه خلاصه او د دوهفصله کرنې لپاره چمتو شي.
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کرنیزو ځمکو د بیا رغونې ترڅنګ، د ځمکو د کرنیز ظرفیت د ښه کېدو، د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هم زمینه برابره شي.
مسؤلین زیاتوي، د زهکشۍ کانالونو پاکول به د اضافي اوبو د منظم ایستلو په برخه کې د کروندګرو ستونزې راکمې او د کرنیزو ځمکو د اغېزمنې استفادې زمینه به لا پراخه کړي.
د زهکشۍ کانالونو پاکول د کرنیزو ځمکو د اوبو ایستلو، د ځمکې د ښېرازۍ ساتلو او د ولاړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره مهم رول لري. د دغو کانالونو په پاکولو سره له اضافي اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د ژغورنې ترڅنګ، د ځمکو د بیا رغونې او د دوهفصله کرنې د پراختیا زمینه هم برابرېږي، چې په پایله کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو لپاره زمینه برابروي.
