هلمند کې د څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۸ کیلومتره زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه پیل شوه

mail-admin
Sun, Sep 20 2026 12:00 PM
در هلمند پروژه پاک‌کاری ۱۷.۸ کیلومتر کانال‌های زهکشی با هزینه بیش از ۵.۴ میلیون افغانی آغاز شد

۲۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت مرکز اړوند په بولان، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د زهکشۍ کانالونو د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د هلمند د کرنې ریاست د مسؤلینو، قومي مشرانو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
دغه پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۵ میلیونه، ۴۳۹ زره او ۹۸۵ افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د پروژې په ترڅ کې به د ۱۷.۸۷۶ کیلومتره په اوږدوالي د زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې ترسره شي، چې د کارونو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۶ زره جریبه کرنیزه ځمکه له ولاړو اوبو څخه خلاصه او د دوه‌فصله کرنې لپاره چمتو شي.
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کرنیزو ځمکو د بیا رغونې ترڅنګ، د ځمکو د کرنیز ظرفیت د ښه کېدو، د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هم زمینه برابره شي.
مسؤلین زیاتوي، د زهکشۍ کانالونو پاکول به د اضافي اوبو د منظم ایستلو په برخه کې د کروندګرو ستونزې راکمې او د کرنیزو ځمکو د اغېزمنې استفادې زمینه به لا پراخه کړي.
د زهکشۍ کانالونو پاکول د کرنیزو ځمکو د اوبو ایستلو، د ځمکې د ښېرازۍ ساتلو او د ولاړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره مهم رول لري. د دغو کانالونو په پاکولو سره له اضافي اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د ژغورنې ترڅنګ، د ځمکو د بیا رغونې او د دوه‌فصله کرنې د پراختیا زمینه هم برابرېږي، چې په پایله کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو لپاره زمینه برابروي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS