د هلمند د کرنې رییس سنګین ولسوالی ته د سفر پر مهال د کرنیزو چارو ارزونه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  ولسوالیو ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې سنګین ولسوالی ته سفر ترسره کړ، څو د کرنیز سکټور روان وضعیت له نږدې و ارزوي، د بزګرانو او مالدارانو ستونزې واوري، او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې کړي.
د دغه سفر په پیل کې د هلمند د کرنې رییس او ورسره مل پلاوي د سنګین ولسوالی له قومي مشرانو، مخورو، بزګرانو او مالدارانو سره ناسته ترسره کړه. په یاده ناسته کې د سیمې اوسېدونکو د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، نباتي ناروغیو، د اصلاح شویو تخمونو د لاسرسي، کرنیزو وسایلو، د مالدارۍ د خدمتونو او نورو اړوندو برخو په اړه خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.
د هلمند دکرنې رییس مولوي شیراحمد رفیع د بزګرانو او مالدارانو د خبرو تر اورېدو وروسته ډاډ څرګند کړ، چې د هلمند د کرنې ریاست به د کروندګرو د ملاتړ، د کرنیزو خدمتونو د پراختیا، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا، د قدرتي سرچینو د اغېزمن مدیریت او د شته ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ او منظمې کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد اقتصادي بنسټ له کرنې سره تړلی، او د بزګرانو ملاتړ د کرنې ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
ورپسې د سنګین ولسوالی له ملکي او امنیتي مسؤلینو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې پکې د سنګین ولسوالی ولسوال حاجي عبدالمتین حاجي لالا، د استخباراتو مسؤل مولوي نقیب، امنیه قوماندان مولوي صابرمل،  د امارتي قضایاؤ مسؤل مولوي عبیدالله فیضاني، د حقوقو مسؤل مولوي برکت الله، د ولسوالی د کرنې مسؤل مولوي سعید محمد او یو شمېر نورو اداري مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کرنیزو چارو د لا ښه تنظیم، د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره د عملي ګامونو اخیستلو، د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي، د قدرتي سرچینو د ساتنې، د ځنګلي او طبیعي بوټو د خونديتوب، د اوبو د منظم مدیریت، او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د ګډ کار او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې سپارښتنې وشوې.
د هلمند د کرنې رییس څرګنده کړه، چې ولسوالیو ته دوامداره رسمي سفرونه د دې لپاره ترسره کېږي، څو د خلکو ستونزې له نږدې واورېدل شي، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر چټک شي، او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د پراختیایي پروګرامونو اغېزمنتیا نوره هم لوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند ولایت په کچه د کرنې ریاست له لوري ولسوالیو ته د ورته سفرونو موخه د کرنیز سکټور پیاوړتیا، له ولس سره مستقیمه اړیکه، د بزګرانو ملاتړ او د کرنیزو خدمتونو د کیفیت ښه والی بلل کېږي، چې دا چاره به د سیمې پر اقتصادي ودې او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۶
Background image

برگزاری ورکشاپ سه‌روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت فاریاب

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ورکشاپ آموزشی سه‌روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب در مرکز و ولسوالی‌ها، از سوی ریاست امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۴
Background image

برای تطبیق کمپاین واکسیناسیون مواشی در بلخ ۹۵ هزار و ۶۰۰ دوز واکسین اختصاص یافت

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ با همکاری اداره خوراک و زراعت ملل متحد «FAO»، برنامه آگاهی‌دهی کمپاین واکسیناسیون طاعون نشخوارکنندگان کوچک، بروسلوز و لمپی‌اسکین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

برنامه آموزشی آمادگی برای کمپاین واکسیناسیون حیوانات در برابر بیماری لمپی‌اسکین در حوزه جنوب‌شرق آغاز شد

۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد «FAO» و تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری، برنامه. . .

بازگشت به خبرها