د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۱۱
د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ناستو په تالار کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د ۱۴۰۴ هــ.ل کال ۱۱مه سکټوري ناسته د یاد ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د خوست د کرنې ریاست د پلان او برنامو مسؤول له لوري د تېرې سکټوري غونډې د پرېکړو او ترسره شوو اجرااتو په اړه معلومات وړاندې شول. نوموړي همدارنګه د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د سکټوري ادارو مسؤولینو، د کرنې ریاست آمرینو او همکارو مؤسساتو د فعال ګډون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د همدې همغږۍ او ګډ کار په پایله کې دکرنې او کلیو پراختیا سکټور د ولایت په کچه د اتو سکټورونو تر منځ لومړی مقام خپل کړی دی.
ورپسې د خوست دکرنې ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سکټوري ادارو او همکارو مؤسساتو څخه مننه وکړه چې په سکټوري ناستو کې یې فعال ګډون کړی دی. نوموړي د لومړي مقام د لاسته راوړلو له امله ټولو ګډونوالو ته مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه، چې یاد سکټور به په ګډو هڅو سره په راتلونکي ۱۴۰۵ کال کې لا پیاوړی شي او لا زیاتې لاسته راوړنې به ولري.
نوموړي همدارنګه د مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو د وېش او کرنیزو پروګرامونو په برخه کې د همکارو مؤسساتو د همکاریو قدرداني وکړه او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، چې د بې ځایه شوو کډوالو سره د مرستو په برخه کې همکاري وکړي، چې د مؤسساتو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
وروسته د سکټوري ادارو مسؤلینو( د چاپېریال ساتنې ریاست، د اوبو او انرژۍ ریاست، د کلیو او پراختیا ریاست، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست او د کډوالو ریاست) هم خبرې وکړې او د سکټوري ناستو د لا ښه والي لپاره یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. هغوی د زراعت او کلیو پراختیا سکتور څخه مننه وکړه، چې خپلې سکتوري ناستې یې په منظم او پر وخت ډول ترسره کړې دي او د لومړي مقام د لاسته راوړلو له امله یې د مبارکۍ مراتب وړاندې کړل.
همدارنګه د کرنې ریاست اړوند آمرینو لکه د کرنیزو چارو آمر، د عشر او زکات د محاسبې آمر، د یاد ریاست مشاور، د قدرتي سرچینو آمریت استازي او د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت استازي هم خپلې خبرې وړاندې کړې، معقول وړاندیزونه یې شریک کړل او د چارو د لا ښه والي لپاره یې سپارښتنې وکړې.
د ناستې د اجنډا له مخې د مؤسساتو استازو هم په خپل وار سره د خپلو ترسره شوو فعالیتونو راپورونه، وړاندیزونه، ستونزې او راتلونکي پلانونه ناستې ته وړاندې کړل چې د ګډونوالو د توجه وړ وګرځېدل. 
د ناستې په جریان کې د مؤسساتو د همغږۍ مسؤول هم خبرې وکړې او د کرنې او کلیو پراختیا سکټور له لوري د لومړي مقام د ترلاسه کولو مبارکي یې وړاندې کړه. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې په ۱۴۰۵ کال کې به هم همکار مؤسسات په سکټوري ناستو او پروګرامونو کې فعال ګډون ته دوام ورکړي، ځکه چې یاد سکټور له مؤسساتو سره ښه همغږي او قانوني همکاري لري.
د ناستې ارزونه د قدرتي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست آمر قاري محمد علم له لوري ترسره شوه. نوموړي یاده ناسته مثبته وارزوله، د مؤسساتو له راپورونو څخه یې رضایت څرګند کړ او له ټولو همکارو بنسټونو څخه یې وغوښتل، چې د بې ځایه شوو کډوالو سره د مرستې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
په پای کې ناسته د اسلامي نظام د دوام او د آباد افغانستان لپاره د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۴
Background image

۱۳ عراده موترسایکل برای کارمندان عشر و زکات در خوست توزیع شد

۲۵ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ هـ.ق
در چارچوب ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، به منظور تطبیق مؤثرتر امور عشر و زکات و فراهم‌سازی سهولت‌های کاری برای مدیران. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۳
Background image

توزیع بسته‌های زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در سرپل

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سرپل به همکاری مؤسسه دست‌بدست افغانستان، در چارچوب پروژه حمایت از خانواده‌های دارای مصئونیت غذایی پایین از طریق زنجیره ارزش زراعتی،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۲
Background image

توزیع نزدیک به ۴ هزار اصله نهال بادام در ولسوالی شکر دره ولایت کابل

۲۵ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ رمضان ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی شکر دره با همکاری موسسه استارز، نزدیک به ۴ هزار اصله نهال بادام را بین ۲۰ باغدار از قبل. . .

بازگشت به خبرها