میدان وردګو کې له کډوالۍ راستنو شويو کورنيو ته د خوراکي غنمو او نغدو پيسو وېش لړۍ پیل شو
۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري، د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظهالله تعالی د لارښوونې له مخې، په میدان وردګو ولايت کې له کډوالۍ راستنو شويو کورنيو ته د خوراکي غنمو او نغدو پيسو د وېش لړۍ پيل کړه.
په دې پروګرام کې هغو کورنيو ته چې په جبري توګه له ګاونډيو هېوادونو څخه ايستل شوې او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوې دي، خوراکي غنم او نغدي مرسته ځانګړې شوې ده.
د دې پروګرام د پرانيستې مراسم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري، د میدان وردګو ولایت مرستیال والي، امنیه قومندان او د کډوالو د ستونزو د حل کمېټې د غړو ادارو د يو شمېر رییسانو په حضور کې ترسره شول.
د کرنې وزير په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې ياد وزارت له کډوالۍ د راستنو شويو کورنيو د ستونزو په درک کولو سره هڅه کوي، څو د خوراکي غنمو او نغدو مرستو د وېش له لارې د هغوی ځينې بېړنۍ اړتياوې پوره کړي او ورو ـ ورو يې باثباته ژوند ته د ستنېدو زمينه برابره کړي.
په دې لړۍ کې هرې راستنې شوې کورنۍ ته ۲۵۰ کيلوګرامه خوراکي غنم او پنځه زره افغانيو نغدي مرسته ووېشل شوه. د دغو مرستو موخه د خوراکي توکو بېړنی تأمين او د هغو کورنيو لومړنی ملاتړ دی، چې له راستنېدو وروسته له معيشتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کرنې وزارت چارواکو په دې مراسمو کې ټينګار وکړ چې حکومت ژمن دی، د راستنو شويو کورنيو ترڅنګ ودرېږي او د اړوندو ادارو په همغږۍ به په راتلونکي کې هم د خوراکي توکو، کرنيزو او معيشتي برخو کې نور ملاتړيز پروګرامونه پلي کړي، څو د دغو کورنيو د بيا ادغام زمينه برابره شي.
همداراز، د میدان وردګو ولايت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړه، چې د مرستو عادلانه او شفاف وېش د اړوندو کمېټو تر څار لاندې ترسره کېږي، څو ټولې مستحقې کورنۍ له دغو مرستو څخه برخمنې شي.
آغاز روند توزیع گندم خوراکی و کمک نقدی برای خانوادههای مهاجر بازگشته در میدان وردک
۲۹ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، بهمنظور اجرایی ساختن دستور عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، روند توزیع گندم خوراکی و کمک نقدی برای خانوادههایی که بهصورت اجباری از کشورهای همسایه بازگشتهاند، در ولایت میدان وردک آغاز کرد.
مراسم افتتاح این برنامه با حضور معاون ولایت میدان وردک، قمندان امنیه و اعضای کمیسیون رسیدگی به مشکلات مهاجرین و رؤسای برخی ادارات برگزار شد.
وزیر زراعت تأکید کرد که وزارت متبوعش با درک مشکلات خانوادههای بازگشته، تلاش میکند از طریق توزیع گندم خوراکی و کمک نقدی، نیازهای ضروری آنان را تأمین و زمینه بازگشت تدریجی و باثبات آنان به زندگی عادی را فراهم سازد.
در این برنامه، هر خانواده بازگشته ۲۵۰ کیلوگرم گندم و ۵٬۰۰۰ افغانی کمک نقدی دریافت کرد. هدف این کمکها، تأمین فوری مواد غذایی و حمایت اولیه از خانوادههایی است که پس از بازگشت با مشکلات معیشتی و اقتصادی مواجهاند.
مسؤولان وزارت زراعت تأکید کردند که دولت متعهد است در کنار این خانوادهها بایستد و در هماهنگی با ادارات ذیربط، برنامههای حمایتی بیشتری در بخشهای غذایی، زراعتی و معیشتی اجرا کند تا زمینه بازادغام این خانوادهها فراهم شود.
همچنین مقامات محلی ولایت میدان وردک اظهار داشتند که توزیع این کمکها بهصورت عادلانه و شفاف و تحت نظارت کمیتههای مربوطه انجام میشود تا تمام خانوادههای مستحق از آن بهرهمند شوند.
