کونړ کې د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي کمپاين پيل شو

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۳۶
کونړ کې د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي کمپاين پيل شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د نیالګیو کېنولو پسرلني کمپاین پیل شو، چې له مخې به یې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په ترڅ کې په دولتي ادارو او عامه ځایونو کې ۷۵۰ زره میوه‌لرونکي، بې مېوې او زینتي نیالګي کېنول شي.

د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې د کونړ ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق، د چاپېریال ساتنې رییس ډاکتر محمد رحمان صابر، د کرنې ریاست کارکوونکو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

ویناوالو د نیالګیو کېنول د هېواد د سرسبزۍ، چاپېریال ساتنې او ابادۍ لپاره مهم وبلل او له عامو خلکو یې وغوښتل، چې هر څوک لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او د کېنول شویو نیالګیو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کونړ ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو وویل، چې دغه کمپاین به د کال تر پایه دوام ولري او موخه یې د شنو ساحو پراخول، د اقل

د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هر کال د نیالګیو کېنولو ورته کمپاینونه تنظیموي، چې له مخې یې په ګرمو ولایتونو کې د سلواغې او په سړو ولایتونو کې د کب په میاشت کې دغه کمپاینونه دایرېږي، څو د هېواد په کچه شنې سیمې زیاتې، د اقلیم د بدلون اغېزې راکمې او د طبیعي چاپېریال ساتنه لا پیاوړې شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها