د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د کلني علمي پایلو راپور ورکولو کنفرانس پیل شو

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۸
د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ د کلني علمي پایلو راپور ورکولو کنفرانس پیل شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ ریاست د تجربو او څېړنو د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د کلني علمي پایلو د راپور ورکولو کنفرانس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، رییسانو، سلاکارانو، متخصصینو، د علومو اکاډمۍ استازي، د کابل پوهنتون استادانو، د څېړنیزو فارمونو کارکوونکو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې«اف‌اې‌او» او ټیکا استازو په حضور کې، د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې پیل شو.

د یاد کنفرانس په پیل کې، مولوي صدراعظم عثماني په خپله وینا کې د کرنیزو هېوادونو په پرمختګ او ځانبساینې کې د څېړنو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د څېړنو په برخه کې پانګونه د سترو لاسته راوړنو د ترلاسه کولو زمینه برابروي. نوموړي زیاته کړه، چې د تېرو کلونو له محدودیتونو سره سره، اوس په هېواد کې د کرنیزو څېړنو د پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابره شوې او د کرنې وزارت له دې برخې څخه په پوره توان ملاتړ کوي.

همدارنګه، د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ لوی رییس مولوي نصرالله طلحه، د روان کال په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د ترسره شویو څېړنیزو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې، اړوندو رییسانو، د زونونو د څېړنیزو برخو مدیرانو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سږني کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.

دا کنفرانس به څلور ورځې دوام ولري او د هېواد له ټولو زونونو او ولایتونو څخه د څېړنیزو فارمونو چارواکي په کې ګډون لري، تر څو خپلې تجربې او فعالیتونه له یو بل سره شریک کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها