د کرنې وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال له اړوندو څانګو سره تعارفي غونډه ترسره شوه

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۳۰
د کرنې وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال له اړوندو څانګو سره تعارفي غونډه ترسره شوه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تعارفي غونډه د دې معینیت تر چتر لاندې له ټولو اړوندو رییسانو او آمرانو سره ترسره شوه.

په دې غونډه کې رییسان او کارکوونکي د کرنې وزارت له نوي مالي او اداري مرستیال سره اشنا شول او د هر ریاست د دندو، مکلفیتونو او مسؤلیتونو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

مولوي نورالدین عمیر وویل، دولتي دنده د هر انسان لپاره د ولس او وطن پر وړاندې ستر مسؤلیت دی او د اسلامي امارت مشرتابه پر دوی باور کړی دی. نوموړي ټینګار وکړ چې هڅه به کوي له دې باور څخه په سمه توګه ساتنه وکړي او خپلې دندې به په صداقت او ژمنتیا ترسره کړي، لکه څرنګه چې د بهرنیو اشغالګرو او مستکبرو پر وړاندې بریالي وو.

ورپسې، د دفتر رییس ملا محمدحسین خورشید احمد، د اداري چارو رییس مولوي عبدالغفور بخاري او د عشر او زکات د راټولولو عمومي رییس مولوي ندامحمد عابد، د حاضر رییسانو او کارکوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د نظام د ټینګښت لپاره به په پوره اخلاص او توان هڅې وکړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها