د ننګرهار او لغمان د کرنې رییسانو ادلون بدلون او پر نوو دندو ګمارنه

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۶
د ننګرهار او لغمان د کرنې رییسانو ادلون بدلون او پر نوو دندو ګمارنه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د نورستان ولایت د کرنې رییس او د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د ننګرهار د کرنې رییس په توګه تغیر او تبدیل او د یوي غونډې په ترڅ مسؤلینو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.

د ننګرهار ولایت مقام د کارکوونکو چارو رییس مولوي عبدالله ساجد د ننګرهار د کرنې مخکیني رییس مولوي محمد ولي محسن د ښو کړنو، پاک نفسۍ ستاینه او قدر داني وکړ او همدا راز یي دکرنې نوي رییس مولوي عبدالستار محمد دجهادي سابقی او کړو خدمتونو یادونه وکړه او هم یي سپارښتنه وکړه، چې ننګرهار لوي او پر نفوسه ولایت دي، باید خپلې چارې د تېر په څېر صادقانه پر مخ یوسي او خلکو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په موثره توګه خدمت وکړي.

نوموړي وویل، چې په اسلامي نظام کې د آمر په یو حکم بدلون راځي او مسؤلین یي د حکم اطاعت کوي، چې دا د نظام لویه ښېګڼه ده.

ښاغلي ساجد د کرنې ریاست مامورینو ته سپارښتنه وکړه، چې د نوي رییس سره پوره همکاري وکړي او همدا راز یي د ولایت مقام له لورې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار د کرنې مخکیني رییس مولوي محمد ولي محسن د خپلو مامورینو له همکاریو مننه وکړه او زیاته یي کړه، چې په نورستان ولایت کې به هم په پوره اخلاص خدمت وکړي.

د ننګرهار کرنې نوي رییس مولوي عبدالستار محمد د ولایت مقام او کرنې ریاست کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې خپل مسؤلیتونه به په اخلاص او ابتکار سره پر مخ یوسي.

ښاغلي محمد وویل، چې دا نظام د شهیدانو په وینو او قربانیو ګټل شوي او د نظام ساتنه زموږ او ستاسو ګډ مسولیت دي، او هڅه به وکړو چې د ننګرهار ولسونو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ګټورې پروژې پلي کړو.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها