د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۰
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عاليقدر امیر المؤ منین حفظه الله د حکم پر بنسټ، مولوي نورالدین عمیر د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه تر ټاکنې وروسته د کرنې وزارت او د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر نورو ادارو د چارواکو په حضور کې، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په دې غونډه کې، د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو او اوبو لګولو مرستیال او د یاد وزارت سرپرست مولوي بازمحمد فیضان، د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي، د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال مولوي ضیاءالرحمن مدني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم، د اقتصاد وزارت مرستیال مولوي محمدعالم جمیل، دچارو ادارې لوی ریاست مرستیال مولوي سیف‌الدین تائب، د لوی نظارت، د فرمانونو د تعقیب او پلټنې ادارې مرستیال مولوي محمدمحسن هاشمي، او همدارنګه د کرنې وزارت ګڼ شمېر مجاهدین او کارکوونکي ګډونوال وو.

په دې غونډه کې ګډونوالو ویناوې وکړې او د امارت نظام یې الهي نعمت او د مجاهدینو ستره لاسته راوړنه وبلله او د هغه پر ساتنې او پایښت یې ټینګار وکړ. همدارنګه، پر اسلام، شریعت، حکومتولۍ، د شهیدانو د وینو او د خلکو د قربانیو پر ساتنې، یووالي، له فساد سره پر مبارزې او د امیرالمؤمنین د اوامرو پر اطاعت ټینګار وشو.

وروسته، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر د تقرر متن د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال، مولوي سیف‌الدین تائب له خوا ولوستل شو.

وروسته، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په خپلو خبرو کې د امارت نظام او د کرنې او مالدارۍ سکتور ته د خدمت پر ژمنتیا او وفادارۍ ټینګار وکړ او د وزارت له کارکوونکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي. نوموړي همدارنګه په امارتي نظام کې پر اخلاص، رښتینولۍ او ژمنتیا ټینګار وکړ.

په پای کې، غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېد، مولوي نورالدین عمیر خپل کاري دفتر ته بدرګه شو او د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها