هلمند کې د کرنیزو اوبو د منظم مدیریت لپاره د زابرونو پاککاري او د ژمنیو تېلو د پاشلو پروګرام چټک شوی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۱۰
هلمند کې د کرنیزو اوبو د منظم مدیریت لپاره د زابرونو پاککاري او د ژمنیو تېلو د پاشلو پروګرام چټک شوی

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د قدرتي سرچینو آمریت اړوند فعالیتونه د مارجې ولسوالی د وکیل وزیر څلورلارې د کلي د زابرونو د پاککارۍ په برخه کې په چټکۍ سره روان دي.
یادې چارې د دې لپاره ترسره کېږي، تر څو کرنیزو ځمکو ته د اوبو منظم او پر وخت جریان برابر شي، د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي او د بزګرانو کرنیز حاصلات زیات شي. د زابرونو د پاککارۍ له بشپړېدو سره به د اوبو بندښتونه له منځه ولاړ شي او کرنیزې ځمکې به په عادلانه او منظم ډول خړوبې شي.
د هلمند کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د زابرونو پاکوالی نه یوازې د اوبو د سم مدیریت لامل ګرځي، بلکې د خاورې د تخریب مخه هم نیسي، د ځمکو حاصلخيزي لوړوي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی کوي. دا اقدام د سیمې د دوامدارې کرنې او د اوبو د اغېزمن مدیریت په برخه کې یو مهم او ګټور ګام بلل کېږي.
په ورته وخت کې، د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د تخنیکي او مسلکي کارکوونکو په همکارۍ، د ژمي له موسم سره سم پر بڼونو او باغچو د ژمنیو تېلو د پاشلو پروګرام هم پلي کوي، چې په نږدې راتلونکي کې به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي او ګڼې سیمې به تر پوښښ لاندې راولي.
تر دې مهاله دغه پروګرام د ناوې ولسوالی د اچکزو د ښاخ په سیمه کې عملي شوی، چېرې چې بڼونو ته د ژمنیو تېلو د محلول د جوړولو طریقه او پر مېوه‌دارو ونو او بڼونو د هغې د استعمال څرنګوالی په فني او مسلکي ډول ور وښودل شو.
د یاد پروګرام موخه دا ده، چې په راتلونکي کې وقایه شوي باغونه له ناروغیو او افتونو څخه خوندي پاتې شي او حاصلات یې د کمیت او کیفیت له پلوه لا ښه او زیات شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها