د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا ونو د تکثیر او کرنې له لارې د شنو سرچینو پیاوړتیا ته نوی ګام 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳۶
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا ونو د تکثیر او کرنې له لارې د شنو سرچینو پیاوړتیا ته نوی ګام 

۱۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، صنعت، ځنګلاتي ونو، بوټو او شنو سرچینو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپل درېیم فارم په قوریه کې د پالونیا صنعتي او ځنګلاتي ونو د تکثیر او روزنې چارې په منظم او بریالي ډول روانې کړې دي.
د یاد شرکت د سږني پلان له مخې، د درېیم فارم د قوریې لپاره ۵۰۰ د پالونیا ونو تازه د ریښو قلمې پېرودل شوې، چې د مسلکي او فني معیارونو له مخې په پلاستیکي کڅوړو کې کښت شوې دي، تر څو د فارم د صنعتي او ځنګلاتي ونو ظرفیت لوړ او د دوامدارې کرنې پراختیا ته زمینه برابره شي.
همداراز، تېر کال د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي په هڅو د پالونیا مادرسټاک (مورنیو بوټو) په توګه کرل شوو ونو څخه به سږکال شاوخوا ۵۰۰۰ د ریښو تازه قلمې ترلاسه او د تکثیر او پراختیا په موخه به وکارول شي.
د شرکت مسوولین وایي، د پالونیا ونې د چټکې ودې، د لوړ کیفیت لرګي، د چاپېریال ساتنې او اقتصادي ارزښت له امله ځانګړی اهمیت لري او د دې پروژې له عملي کېدو سره به نه یوازې د ځنګلاتي سرچینو پراختیا ته لاره هواره شي، بلکې په صنعتي برخه کې به هم د هېواد اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مسوولینو په وینا، دا هڅې د دوامدارې کرنې او د شنو سرچینو د پراختیا په برخه کې یو مهم او بنسټیز ګام بلل کېږي، چې په پایله کې به هېوادوال وکولای شي د دغو صنعتي او ځنګلاتي ونو له اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیزو ګټو څخه په پراخه کچه ګټه پورته کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها