میدان وردګ کې د اقلیم د بدلون په اړه د کرنې مسلکي کارکوونکو لپاره ورکشاپ ترسره شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۴
میدان وردګ کې د اقلیم د بدلون په اړه د کرنې مسلکي کارکوونکو لپاره ورکشاپ ترسره شو

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د اقلیم د بدلون په تړاو یو ښوونیز ورکشاپ د کرنیزو خدمتونو آمریت، د څارویو د روغتیا آمریت او د قدرتي سرچینو آمریت د مسلکي کارکوونکو په ګډون جوړ شو.
د یاد ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو ته د اقلیم د بدلون د مفهوم، لاملونو او اغېزو په اړه هر اړخیز عامه پوهاوی ورکړل شو او همدارنګه د دې په اړه خبرې وشوې چې څنګه کولای شو د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو مخنیوی وکړو او د چاپېریال ساتنې له لارې په اقلیم کې د مثبت بدلون سبب وګرځو.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو له مسؤلو کسانو څخه د یادې علمي او معلوماتي ناستې د جوړولو له امله مننه وکړه او دغه ورکشاپ په ښه او بریالي ډول پای ته ورسېد.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها