د هلمند دکرنې رییس د چرګوړو تولیدي فابریکو او د مالدارۍ فارم او چرګانو مارکېټ څخه لیدنه وکړه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۲:۲۳
د هلمند دکرنې رییس د چرګوړو تولیدي فابریکو او د مالدارۍ فارم او چرګانو مارکېټ څخه لیدنه وکړه


۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، دخپلو لیدنو او ارزونو په دوام، په مرکز لښکرګاه ښار کې د لبنیاتو د پروسس فابریکه او د بولان په سیمه کې د چرګوړو ایستلو (هیچري) فابریکې، د مالدارۍ فارم او چرګانو د پېر او پلور له مارکیټ څخه لیدنه وکړه. 
په دې لیدنو کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او د یادو فابریکو او فارم مسؤل حاجي محمدالله هلمندوال هم د هلمند دکرنې رییس ملتیا کول.
د لیدنې پر مهال د لبنیاتو د پروسس فابریکې مسؤلینو څرګنده کړه، چې دلبنیاتو د پروسس فابریکه په ورځني ډول د شاوخوا ۴۰ټنه شېدو د پروسس وړتیا لري، چې دا چاره د مالدارانو د تولیداتو د بازارموندنې او ارزښت لوړولو کې مهم رول لري.
همدارنګه د چرګوړو ایستلو فابریکې په تړاو مسؤلینو وویل، چې دغه هیچري په میاشتني ډول د ٢٥٠ زرو چرګوړو د ایستلو ظرفیت لري او کولی شي د چرګانو د روزنې سکتور پیاوړی کړي.
ورپسې د هلمند دکرنې رییس بولان کې د مالدارۍ فارم او چرګانو د پېر او پلور له مراکزو هم لیدنې وکړې او د چارې یې وارزولې.
د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت د دواړو فابریکو، دمالدارۍ فارم، او د غوښینو چرګانو د پېر او پلور مرکز د فعالیتونو،  تخنیکي وړتیاوو او اقتصادي ارزښتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او ویې، ویل چې دا فابریکې او تاسیسات د کرنې ریاست پر ملکیت جوړ شوي دي او خصوصي سکتور ته د پانګونې په موخه سپارل شوې، تر څو د تولید، کارموندنې او د ولایت د اقتصاد د ودې لامل شي.
د هلمند دکرنې رییس د یادو فابریکو، مالدارۍ فارم او د چرګانو د پېر او پلور مرکز فعالیتونه د هلمند لپاره ارزښتناک وبلل او ټینګار یې وکړ چې د خصوصي سکتور ملاتړ او د تولیدي بنسټونو پیاوړتیا به د بزګرانو او مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي او د خوراکي توکو د ځان بساینې لور ته مهم ګام وي. هغه دارنګه د خصوصي سکتور څخه د لا حمایې او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها