د کندهار په دوو ولسوالیو کې د یوې چکډېم د جوړېدو او د بل د بیا رغونې چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۳
د کندهار په دوو ولسوالیو کې د یوې چکډېم د جوړېدو او د بل د بیا رغونې چارې پیل شوې

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار د خاکریز ولسوالی د غبرګي په سیمه کې د یوه نوي چکډېم د جوړېدو چارې، او د ارغستان ولسوالی د تورغاب په سیمه کې د بل چکډېم د بیا رغونې چارې پیل شوې.
د کندهار د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي، چې دواړه چکډېمونه د ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، چې له مخې به یې په خاکریز ولسوالی کې نوی چکډیم د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي او ترڅنګ به یې بل چکډېم په ارغستان ولسوالی کې د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ورغول شي او د پارچاوې چاري به یې په ښه ډول ترسره شي. 
نوموړی زیاتوي، چې د خاکریز چکډېم به د درېیو میاشتو په موده کې او د ارغستان چکډېم به د یوې میاشتې په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په ورته مهال د دواړو ولسوالیو ځايي اوسېدونکي د کرنې ریاست د دې اقدام هرکلی کوي او هیله لري، چې د یادو چکډېمونو په جوړېدو سره به د وچکالۍ ستونزې تر ډېره راکمې شي.
د چکډېمونو د جوړولو موخه د باراني اوبو مهار او زېرمه کول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحه راپورته کول، د سیلابونو د زیانونو مخنیوی، د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو کمول او د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه ده.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د کندهار د کرنې ریاست د چکډېمونو جوړېدو چاري ګړندۍ کړې دي، ترڅو د باراني اوبو د مهار او ساتنې لپاره چکډېمونه جوړ کړي، چې په همدې لړ کې دا مهال د کندهار په کښته شاولیکوټ، لوړ شاولیکوټ، غورک او یو شمېر نورو سیمو کې هم د چکډېمونو د جوړولو چارې روانې دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها