د کندهار ډنډ ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره نږدې دوه زره څاروي معاینه شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۵
د کندهار ډنډ ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره نږدې دوه زره څاروي معاینه شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  ډنډ ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د تېرې یوې میاشتي په لړ کې نږدې دوه زره څاروي معاینه کړي، چې په یادو څارویو کې ۸۸۳ پسونه، ۹۳۱ وزګړي، ۱۶۴ غوایي شامل دي، چې له دې ډلې ۱۸ څارویو روغتیا د ډاډ وړ نه وه، چې هغه څارویو ته د پلورولو اجازه نه ده ورکړل شوي.
د مسلخ مسؤلین زیاتوي؛ په کندهار کې هر ورځ سلګونه څاروي د عامي روغتیا ساتني او بېلابېلو ناروغیو د خپریدو څخه د مخنیوي په موخه معاینه کېږي او ترڅنګ یې هغه څارویو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په ناروغیو ککړ او یاهم مشکوک وي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پر ټولو ښاریانو ږغ کوي، چې غیري قانونې او بی مهره غوښو پیرلو څخه ډډه وکړي، ترڅو په ټولنه کې د څارویو څخه د ډول ډول ناروغیو د رامنځته کیدو او انتقال مخه ونیول شي. 
  د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د څارویو ناروغیو خپریدو او عامي روغتیا ساتني لپاره د کندهار مالدارۍ آمریت زیاتي هڅې کوي، چې په دامان او ډنډ ولسوالیو مسلخونو کې په ورځني ډول سلګونه بېلابېل څاروي معاینه کړي او وروسته یې سالم څاروي بازار ته د غوښو په منظور وړاندې کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها