بولدک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۲۱
بولدک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي ارګانونو د ویښو او بیدارو مجاهدینو په ګډه همکارۍ، په تېرو درېیو میاشتو کې پاکستان ته د ۵ زره او ۱۹۸ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د سپین بولدک ولسوالی مسؤلین زیاتوي، چې یو شمېر کسانو هڅه کوله یاد شمېر پسونه د سپین بولدک ولسوالی د فرضي کرښې له لاري په غیرقانوني او قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال کړي، چې پرمهال یې د مالدارۍ او امنیتي مسؤلینو پر وخت اقدام وکړ او د قاچاق مخه یې ونیول. د دې قاچاق په تړاو لسګونه کسان هم نیول شوي، چې د نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د قاچاقي څارویو د مخنیوي په موخه د کندهار د کرنې ریاست، امنیه قوماندانۍ او اړوندو امنیتي مسؤلینو ګډې هڅې زیاتې شوي دي. چې د همدې هڅو په دوام، تر دې وړاندې هم د ۲۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه، او مسؤلین وایي چې په راتلونکي کې به د څارویو د قاچاق پر وړاندې دا ډول کمپاینونه لا هم پیاوړي کړي

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها