د هلمند نوزاد کې کروندګرو ته د اصلاح شويو غنمو او سرې د وېش بهیر پیل شو

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۲:۲
د هلمند نوزاد کې کروندګرو ته د اصلاح شويو غنمو او سرې د وېش بهیر پیل شو


۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د نوزاد ولسوالی د کرنيزو خدمتونو مديريت تر چتر لاندې، په دې ولسوالی کې د سروې له بشپړېدو وروسته، پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو غنمو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
په دې پړاو کې ټاکل شويو زرو کروندګرو ته هر يو ته ۵۰ کيلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخم، ۵۰ کيلوګرامه تور کود او ۵۰ کيلوګرامه سپين سره ووېشل شول.
د وېش پر مهال د نوزاد ولسوالی د ترويج کارکوونکو کروندګرو ته سپارښتنه وکړه، چې اصلاح شوي تخمونه دې د ترويج په موخه په خپلو کروندو کې وکري، تر څو د ښه حاصل له لارې نور کروندګر هم ترې ګټه واخلي.
همداراز، د افغانستان د راتلونکو نسلونو  مؤسسې مسؤولينو وويل، چې د اصلاح شويو تخمونو او سرو سم استعمال به د حاصلاتو د زياتوالي لامل شي او د کروندګرو پر اقتصادي ژوند به مثبت اغېز ولري.
په ياده پروسه کې د ولسوالۍ مقام، امنيه قومندانۍ، استخباراتو مديريت او د ترويج کارکوونکو ګډون درلود، او کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو او سرو د سم استعمال په اړه عملي روزنه هم ورکړل شوه.
کروندګرو د خوښۍ څرګندونه وکړه او ويې ويل؛ که مرستندويه ادارې د اړوندو دولتي بنسټونو تر چتر لاندې پر وخت مرستې ورسوي، نو د دوی په حاصلاتو کې به د پام وړ بهبود رامنځته شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها