د کندهار دوو ولسوالیو کې لس شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
د کندهار دوو ولسوالیو کې لس شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولي بنسټ مؤسسې (آر.او.پي) په تخنیکي همکاري ددې ولایت د نېش او میوند ولسوالیو لپاره ۱۰ بابه شنې خونې جوړې او اړمنو بزګرانو ته وسپارل شول. 
د یادو شنو خونو ګټه اخیستونکي ۵ تنه د نېش او ۵ تنه د میوند ولسوالۍ بېوزله بزګران دي، چې هره شنه خونه د ۴۰۵ متره مربع مساحت ځمکه کې جوړه شوې ده او ترڅنګ د اوبو د لویې زیرمې، قطري سیسټم، لمریزو هیندارو او اوبو ماشین سره مجهزه ده، ترڅو کرنه په عصري ډول پرمخ یووړل شي.
د دغو شنو خونو د جوړولو څخه موخه د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول، د کوکنارو بدیل معیشت برابرول، د ژمي په موسم کې د سبو تولید ته زمینه برابرول، میکانیزه کرنه پراخول، او لیرې پرتو سیمو ته د کار زمینه برابرول دي.
بزګران له یاد اقدامه خوښ دي او د کندهار د کرنې ریاست او سولي بنسټ مؤسسې څخه مننه کوي، چې د کرنیزې پراختیا لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي دي.
د یادونې وړ ده، څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (یو.این.ډي.پي) په مالي ملاتړ، ۱۰۰ بابه شنې خونې په لوړ کیفیت جوړې او بزګرانو ته وسپارل شوې.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها