د نیمروز ولایت د کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۳۰
د نیمروز ولایت د کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه په داسې حال کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د‌ اقتصاد، کلیو پراختیا او بیارغونې او همدارنګه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»، د افغانستان لپاره د ډانمارک د کډوالو ټولنې، او همکارو مٶسساتو ولایتي مسٶولينو هم حضور درلود؛ د همدې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د رییس مولوي شیراحمد رفیع په کاري دفتر کې ترسره شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې د نیمروز دکرنې رییس مولوي شیراحمد رفیع د يادې غونډي موخه د ملکي ادارو او همکارو مؤسساتو ترمنځ همږغۍ او شته نيمګړتياوو ته پاملرنه او د پوره کولو په اړه يې اړينې پرېکړې نيول ياد کړل او د نیمروز ولایت په کچه د کرنیزو چارو د پراختیا په برخه کې د همکارو مؤسساتو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلی رفیع  د همدې رياست کړنې او لاسته راوړنې وړاندې کړې او په ۱۴۰۴ کال کې د منظور شویو پراختیایي پروژو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو سربېره د مؤسسو استازو ته لارښوونې وکړې، چې خپل کارونه د هوکړه ليک مطابق ترسره کړي.
ورپسې د کلیو پراختیا او بیارغونې رياست استازي او  ياده سکټوري غونډه کې د يادو سويو همکارو مؤسسو استازو هم خپل په پرمختیایي، روغتیایې او ټولنیزو چارو کې د ترسره شویو او روانو کارونو په تړاو خپل کاري او راتلونکي پلانونه او راپورنه هم وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د ادارو استازو او د مؤسساتو د مسؤولينو له لورې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظرنو تبادله وشوه او په تړاو يې اړينې پريکړي ونيول شوې او غونډه د دُعا په ویلو سره پايته ورسېده.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها