هلمند او کندهار کې د مېوه لرونکو نیالګیو قوریو څخه څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۲۶
هلمند او کندهار کې د مېوه لرونکو نیالګیو قوریو څخه څارنه وشوه

۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سوېل لویدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت کارکوونکو د ۱۴۰۴ کال د پلټنې له مخې د کندهار او هلمند ولایتونو په کچه د مېوه لرونکو نیالګیو له روزنځایونو (قوریو) څخه څارنه ترسره کړه.
د یادې څارنې موخه د تصدیق شوو نیالګیو د کیفیت ارزونه، د قوریو د فعالیت څارنه او د نیالګیو د تصدیق پروسې د شفافیت ډاډ ترلاسه کول وو.
په یاده پروسه کې د هلمند ولایت په کچه له شاوخوا شپږو تصدیق شوو قوریو څخه څارنه ترسره شوی دی، او همدارنګه په کندهار ولایت کې هم ورته تفتیش ترسره شو.
د یاد آمریت مسؤلینو وویل، چې د هلمند او کندهار د تصدیق شوو قوریو څخه په کال کې یو ځل منظمه پلټنه ترسره کېږي.
دد څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه، چې د قوریو په سیمو کې بېلابېل مېوه لرونکي نیالګي شته، چې پکې د شفتالو، انګورو، انارو، بادامو، زردالو او فلم بېلابېل ډولونه شامل دي.
مسؤلینو څرګنده کړه، چې دغه ډول تفتیشونه د نیالګیو د کیفیت لوړولو، د کرنیزو محصولاتو د تولید د زیاتوالي او د تصدیق شوو قوریو د تشویق لپاره ډېر مهم رول لري.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها