د روزګان والي د کرنې وزارت له پلاوي سره د چکډېمونو د پروژو په اړه وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۴
د روزګان والي د کرنې وزارت له پلاوي سره د چکډېمونو د پروژو په اړه وکتل

د روزګان والي مولوي عنایت‌الله شجاع د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له يو پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل او د دې وزارت د چکډېمونو د پروژو په اړه یې مفصل بحث وکړ. والي ډاډ ورکړ چې د يادو پروژو د پلي کېدو په برخه کې به د ولايت مقام هر اړخيزه همکاري کوي.
ياد پلاوی چې د مولوي معاذالله په مشرۍ روزګان ولايت ته سفر کړی و، د کرنې وزارت د چتر لاندې د ناقيل سيمې د يو چکډېم د نظارت او د دهراوود ولسوالی د بل چکډېم د پرانيستې موخه یې درلوده.
په دغه ناسته کې د روزګان د کرنې رئيس مولوي عطاءالله راشد هم ګډون کړی و. د روزګان والي د پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او زياته يې کړه، چې د اوبو د زېرمه کولو دا ډول پروژې د کرنې د پراختيا او د بزګرانو د سوکالۍ لپاره حياتي ارزښت لري.
د روزګان والي ټينګار وکړ چې د ولايت مقام به د کرنې وزارت له اړوندو پروژو سره بشپړه همکاري کوي، څو د اوبولګولو دا پروګرامونه په برياليتوب سره عملي شي او د خلکو اقتصادي ژوند ته مثبته اغېزه ورسوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها