خوست کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۵۴
خوست کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد د خوست ولایت د عشر او زکات مسؤلینو، آمرینو او مدیرانو سره د کارونو د لا ښه والي او همغږۍ په موخه غونډه ترسره کړه. په دې ناسته کې د راټولونې پروسې د اغېزمنتیا، شفافیت او همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث وشو.
یاده غونډه د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د خوست دکرنې ریاست مرستیال مولوي اسلم خان منیب د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د عشر او زکات لوی رییس او مل پلاوي ته یې د ورتګ هرکلی وکړ.
وروسته د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد وینا وکړه. نوموړي د عشر او زکات د شرعي، ټولنیزو او اقتصادي اغېزو په اړه مفصلې خبرې وکړې، د عمومي ریاست لاسته راوړنې یې بیان کړې او د راټولولو پروسې د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا لپاره یې د خوست ولایت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
په دوام کې، د خوست ولایت د عشر او زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد د ۱۴۰۲، ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ هجري لمریز کلونو د راټول شوو عشر او زکات راپورونه، لاسته راوړنې، ستونزې او غوښتنې وړاندې کړې.
همدارنګه، د ولسوالیو د مدیرانو په استازیتوب د سپیرې ولسوالی د عشر او زکات مدیر مولوي جنت خان جلالي د سیمه ییزو کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د عشر راټولولو نظارت او بررسي عمومي مدیر محمود ستانکزي د مصارفاتي چارو او معاشاتو اړوند وضاحت ورکړ او د لا ښه تنظیم لپاره یې عملي وړاندیزونه وکړل.
په وروستۍ برخه کې، مولوي ندا محمد عابد د ګډونوالو له نظریاتو او راپورونو وروسته غونډه مثبته وبلله او څرګنده یې کړه، چې د دې ډول غونډو دوام د سیمه ییزو ستونزو د ژر حل، د راټولولو د شفافیت او د ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره ډېر ارزښت لري.
غونډه د عشر راټولولو د شرعي متخصص مولوي محمد اسلم مخلص له لوري د اسلامي نظام د بقاء او دوام په دعا سره پای ته ورسېده.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها