د بولدک کرنیز قرنطین څخه د کندهار دکرنې رییس لیدنه

د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب د کندهار بولدک ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ. ددې سفر په ترڅ کې یې د سپین بولدک ولسوالی فرضي کرښې ته څېرمه د کرنیز محصولاتو قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه.
د کندهار د کرنې رییس مولوی عبدالرشید منیب په پیل کې د یاد قرنطین د کارکوونکو، ملي سوداګرو او کډوالو مالدار مهاجرینو سره د قرنطین اړوند ناسته ترسره کړه، چې پرمهال یې د هغوی ستونزې له نږدې واورېدې.
دغه راز د کندهار دکرنې رییس وروسته د قرنطین اوسني وضیعت او چارې له نږدې وڅارلې او دیاد مرکز هر اړخیزه ارزونه یې وکړه. او ترڅنګ یې مسؤلینو ته د قرنطین مرکز د چارو ښه ترسراوي او اغېزمن مدیریت لپاره جدي سپارښتنې هم وکړې.
د یادوني وړ ده، چې د کندهار سپین بولدک ولسوالی فرضي کرښې ته څېرمه د کرنیزو محصولانو د څارنې او معاینې لپاره یو معیاري قرنطین شتون لري، تر څو هېواد ته باکیفیته کرنیز محصولات وارید او بهرنیو هېوادونو ته افغان کرنیز محصولات په لوړ کیفیت صادر شي.