غزني کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۲۹
ختیځ زون کې دځمکو هموارولو لپاره ۱۲ پایي لیزر لېول ماشینونه وېشل کېږي ۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش ۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د ختیځ زون په دري ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې د ځمکي هموارولو او اوبو ضایعاتو مخنیوي په موخه ۱۲ پایې د لیزر لېول ماشینونه وېشل کېږي. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د یادو ماشینونو څخه شپږ پایي ماشینونه د ننګرهار په پچیراګام، سره رود،بهسود

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه، چې د غزني ولایت دکرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب په مشرۍ ترسره شوه، پکې د کلیوبیارغونې او پراختیا رياست، اقتصاد ریاست، د سیدیزې حوزې، ریاستونو استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د هالنډ کمېټې، ناروې کمېټې، ټي ال او، د  اړیکو دفتر  پروژو مسؤلينو  ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د غزني ولایت د کرنې رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي شکیب زياته کړه، چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

وزارت زراعت برای برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری افغانستان نشست هماهنگی برگزار کرد

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور هماهنگی و جلب همکاری نهادهای ملی و بین‌المللی برای برگزاری هرچه بهتر نمایشگاه محصولات زراعتی، مالداری افغانستان، نشست مشترکی را. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۸
Background image

رئیس جدید ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت معرفی شد

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری مقام عالی ریاست‌الوزرای امارت اسلامی افغانستان، به‌حیث رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

حاصلات توت در پنجشیر ۱۳ درصد افزایش یافت

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر اعلام کرد که حاصلات توت در این ولایت در سال جاری نسبت به سال گذشته ۱۳ درصد افزایش یافته است.
قاری فضل‌الله دیوبند، رئیس. . .

بازگشت به خبرها