دکندهار دکرنې ریاست  د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم کاربونیټ سرې د پلور مخه ونیوله

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۱:۵
دکندهار دکرنې ریاست  د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم کاربونیټ سرې د پلور مخه ونیوله

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم کاربونیټ کیمیاوي سرې د پلور مخه ونیول شوه، چې هڅه یې کوله یاده سره په غیرقانوني ډول وپلوري.
د کرنیزو چارو آمریت مسؤلین وايي، یاده اندازه کیمیاوي سره یو تن له بهرني هېواد څخه افغانستان ته وارد کړې وه، او غوښتل یې چې په غیري قانوني توګه یې بازار ته وړاندې کړي. خو د کرنیزو چارو آمریت مسؤلینو پر وخت اقدام وکړ او د پلور مخه یې ونیوله، او اجازه یې ور نه کړه چې یاده سره بازار ته وړاندې کړي.
د موضوع په تړاو، د کرنې وزارت د بوټو ساتنې ریاست یو تخنیکي پلاوی د کندهار کرنیزو چارو آمریت سره یوځای د یادې سرې نږدې ارزونه وکړه، ترڅو دا پروسه په بشپړ شفاف ډول تر سره سي. ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت له خوا به د دې سرې د برخلیک په اړه وروستي معلومات له کندهار کرنې ریاست سره شریک شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کرنې ریاست هېڅ کرنیز شرکت ته اجازه نه ورکوي، چې بې‌کیفیته، خرابې او یا هم غیري قانوني سرې او درمل هېواد ته وارد یا وپلوري. د همدې هڅو په دوام، تېره میاشت هم په کندهار کې د ۲۵ ټنه بی‌کیفیته او ناروغیو ککړ ادرک مخه نیول شوې وه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۶
Background image

معین زراعت و مالداری با مسئولان مؤسسه تیکا دیدار کرد

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با میکاییل تشدیمر، رئیس مؤسسه همکاری و هماهنگی ترکیه (تیکا) در افغانستان و شماری از مسئولان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

مولوی عبدالجبار خالد به‌عنوان رئیس استملاک و اسکان مجدد وزارت زراعت معرفی شد

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
براساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم ریاست‌الوزرای امارت اسلامی افغانستان، مولوی عبدالجبار خالد در بست اول، طی مراسم رسمی به‌عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۵۴
Background image

بازدید معین زراعت و مالداری از مجتمع شرکت‌های امید بهار

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از مجتمع شرکت جوس و لبنیات امید بهار در پارک‌های صنعتی پل‌چرخی کابل بازدید کرد و بر حمایت. . .

بازگشت به خبرها