لوګر کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۱۵
لوګر کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دلوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت مرکز پُل علم اړوند کوډلي سمه کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې دکرنې وزارت د څېړنو رییس ډاکټر  رفیع الله باوري، د لوګر دکرنې رییس مولوی شېرآقا «پیرحبیب الرحمن»، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» استازي، د لوګر یوشمېر ملکي او نظامي چارواکو  او له بېلابېلو سیمو راغلي مخکښ بزګران ګډون درلود.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي شېر آقا «پیر حبیب الرحمن»، وویل، چې اوس مهال په دې ولایت کې د اصلاح شويو تخمونو تولید برخه کې پنځه شرکتونه په کار بوخت دي، چې تر دې دمه یې ۷۸۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید کړي دي.
ښاغلي پیرحبیب الرحمن د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» له همکاریو مننه وکړه او ترڅنګ یې غوښتنه وکړه، چې نور اصلاح شوي تخمونه هم باید په دې ولایت کې دننه تولید او ووېشل شي.
ورپسې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» استازی ښاغلي عزت الله شیرزاد وویل؛ دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې، چې کروندګر د تخمونو له تولیدوونکو شرکتونو سره وصل شي، تر څو د اړتیا وړ اصلاح شوي تخمونه په آسانه توګه ترلاسه کړي.
دغه راز د کرنې وزارت د څېړنو رییس ډاکټر رفیع الله باوري، کروندګرو ته ډاډ ورکړ، چې اصلاح شوي تخمونه د کم مصرف او لوړ حاصل لامل ګرځي، او د وزارت څېړنیز مرکزونه هم د بېلابېلو تخمونو تجربه کوي تر څو غوره ډولونه بازار ته وړاندې شي.
ددې ناستې ګډونوالو ته د کرنې متخصصینو له خوا د اصلاح شوو غنمو د تولید، کر او پالنې، او د نباتي ناروغیو د مخنیوي او درملنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
یاد پروګرامونه د بزګرانو د پوهې لوړولو، اصلاح شوو تخمونو ته د لاسرسي، او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مهم بلل کېږي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

کشت توت زمینی در ننگرهار افزایش یافته است؛ پیش‌بینی برداشت ۶۷۰ متریک تُن محصول در سال جاری

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس معلومات کارمندان ترویجی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، امسال در چهار ولسوالی این ولایت در ۴۰۶ جریب زمین، توت زمینی کشت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۱:۱۱
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی بهاری در ولسوالی فرزه ولایت کابل 

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه، کمپاین نهال‌شانی بهاری را تحت عنوان «غرس نهال صدقه جاریه است» با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف و با. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای دهاقین در دایکندی

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری یک مؤسسه خیریه بشری، برای شماری از دهاقین در مرکز این ولایت تخم‌های سبزیجات توزیع نمود.
در این روند، برای هر دهقان. . .

بازگشت به خبرها