لغمان کې د ۳۳ زره ډالرو په لګښت د شېدو پروسس مرکز جوړ اوګټې اخیستنې ته پرانستل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۲
لغمان کې د ۳۳ زره ډالرو په لګښت د شېدو پروسس مرکز جوړ اوګټې اخیستنې ته پرانستل شو

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په مالي ملاتړ، د علینګار ولسوالۍ د چنچار پل په سیمه کې د شېدو پروسس یو پرمختللی مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دا مرکز د ۳۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
د مرکز د پرانستې مراسمو ته د کرنې ریاست د مالدارۍ او څارویو روغتیا امر ډاکټر جوادالله علیزاده، د اقتصاد ریاست استازي، د هالینډ کمیټې د مرکزي دفتر استازی ډاکټر فریدون قیومي، د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت، او د سیمې ګڼ شمېر مالداران او فارم لرونکي راټول شوي وو.
د پرانستې په مراسمو کې ویناوالو دغه مرکز د لبنیاتو د پروسس او بازارموندنې په برخه کې یو مهم پرمختګ وباله. هغوی وویل، چې دا مرکز به د سیمې د مالدارانو د شېدو د پروسس لپاره عصري اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی اقتصادي وضعیت ته به مثبت بدلون ورکړي.
د هالینډ کمیټې د مرکزي دفتر استازي ډاکټر فریدون قیومي وویل: «دا پروژه د سیمې د مالدارانو د ستونزو د حل لپاره یو مهم ګام دی، چې له امله به یې د شېدو ضایع کېدو مخه ونیول شي او د بازار لپاره معیاري لبنیات وړاندې شي.»
یاد مرکز په اتو ساعتونو کې تر ۲۵۰۰ لیټره پورې شیدې پروسس کولای شي، چې دا به د لبنیاتو د ارزښت لوړولو او د مالدارۍ د ودې لپاره مهم رول ولوبوي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

جلسه دعوت و ارشاد وزارت زراعت برگزار شد

۳۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه دعوت و ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری این وزارت، با حضور مسئولان ریاست دعوت و ارشاد و شماری از رؤسای مرکزی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۲۳
Background image

توزیع تخم رشقه و کود سیاه برای ۸۰ دهقان در دو ولسوالی کابل

۳۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل با همکاری کمیته هالند (DCA)، ۲۴۰ کیلوگرام تخم رشقه و یک‌هزار و ۶۸۰ کیلوگرام کود سیاه را همراه با وسایل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۴
Background image

هیئت وزارت زراعت در سفر به هلمند روند تطبیق پلان‌های تفصیلی لشکرگاه و مدیریت اراضی را بررسی کرد

۲۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
به‌منظور تطبیق حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، یک هیئت عالی‌رتبه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت هلمند سفر کرد تا روند تطبیق. . .

بازگشت به خبرها