پټان کې د حیواني محصولاتو د قرنطین ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۴:۳۵
 پټان کې د حیواني محصولاتو د قرنطین ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


۱۳ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پکتیا ولایت د پټان ولسوالۍ لپاره د حیواني محصولاتو د قرنطین د نوی ودانۍ د جوړولو چارې بشپړ او ددې ولایت والي شمیم خان ګټوازي، د کرنې رییس او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه یوه پوړیزه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول رغول شوې ده، چې په کې اداري خونې، د لابراتوار خونه، پخلنځی، دوه تشنابونه او بشپړ دفتري تجهیزات شامل دي.
ددې ودانۍ د جوړولو ټولیز لګښت پنځه میلیونه او ۱۳۵ زره او ۹۵ افغانۍ ده، چې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوې ده.
د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی وویل، چې ددې ودانۍ په جوړېدو سره په دې ولایت کې د حیواني محصولاتو د قرنطین په چارو کې کڼ اسانتیاوې رامنځته کیږي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

جلسه تسلیمی فاز اول پروژه کانال قوش تپه به اداره امور برگزار شد

جلسه مشترک میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ریاست عمومی اداره امور و شرکت انکشاف ملی به منظور بررسی روند تسلیمی فاز اول پروژه کانال قوش تپه به اداره امور، در وزارت زراعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

برای ده تَن دهقان در ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ ماش و کودکیمیاوی توزیع شد

۱۸ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت ولایت بلخ، در همکاری موسسه «W.H.H»، برای ده تَن از دهاقین در ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ ماش و کودکیمیاوی توزیع نموده است.
برای هر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

راه‌اندازی کمپاین مبارزه با آفات نباتی در ولایت بامیان

۱۸ جوزا ۱۴۰۵
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان حفاظه نباتات و قرنطین ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان کمپاین مجادله کیمیاوی علیه آفات نباتی را در ساحات مرکز بامیان راه‌اندازی. . .

بازگشت به خبرها