د زیتون حاصلاتو د زیاتوالي او د آفتونو د مخنیوي لپاره درمل شیندنه روانه ده

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۲۹
د زیتون حاصلاتو د زیاتوالي او د آفتونو د مخنیوي لپاره درمل شیندنه روانه ده

۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له‌خوا د زیتون بڼونو حاصلاتو د زیاتوالي او د مضره حشراتو لکه سیلا او نباتي ناروغیو د مخنیوي په موخه درمل شیندنه روانه ده.
د یاد شرکت د بوټو ساتنې امریت امر انجنیر شمس‌الرحمن وایي، چې دا درمل شیندنه د شرکت څلورګونو فارمونو په شمول ټولو زیتون بڼونو کې ترسره کېږي، څو ونې له آفتونو خوندي پاتې شي او راتلونکي کال کې سالم او زیات حاصل ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه لړۍ د مسلکي انجنیرانو تر مستقیمې څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي او ټول نباتي او صحي معیارونه پکې رعایت شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې سیلا یوه له هغو مضره حشراتو څخه ده، چې د زیتون ونو حاصل ته جدي زیان اړوي، خو پر وخت درمل شیندنه کولای شي د دغو آفتونو مخه ونیسي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

دیدار وزیر زراعت با مقامات کشور ازبکستان 

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالرحمنوف شخرتک والی ولایت اندیجان ازبکستان، اویبک عثمانوف سفیر ازبکستان در کابل و شماری از تاجران آن کشور دیدار و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

توزیع کمک‌های غذایی برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه ولایت جوزجان

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به همکاری مؤسسه «دبلیو اچ اچ» برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه مواد غذایی تازه توزیع نمود.
بر اساس معلومات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
با نهایت تأسف و تأثر، خبر. . .

بازگشت به خبرها