د کابل بګرامي کې د بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي دوا تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۱:۴۳
د کابل بګرامي کې د بڼوالو لپاره د لایم سلفر ترکيبي دوا تطبیق او عامه پوهاوی پیل شو


۲۸ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم، د کرنې وزارت په منظورۍ، د دې ولایت د بګرامي ولسوالی لپاره د لایم سلفر ترکيبي درمل تطبیق او عامه پوهاوی عملاً پیل کړ.  
دغه پروګرام د کابل ولایت د بګرامي په ولسوالی کې پلي کېږي، چې پکې سلګونو بڼوالو ته د یاد تخنیکي ټیم له لوري د لایم سلفر ترکيبي درمل د جوړولو طریقه، د کارونې مناسب وخت، ګټې او زیانونه، د آفتونو او ناروغیو د کنټرول لارې چارې توضیح شوې او همداراز، یاده ترکيبي درمل مېوه لرونکو و زینتي ګلونو کې کارول کېږي.
بڼوالو په دې پروګرام کې په ډېرې علاقې ګډون کړی و او د کرنې ریاست څخه یې د ورته نورو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

دیدار وزیر زراعت با مقامات کشور ازبکستان 

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالرحمنوف شخرتک والی ولایت اندیجان ازبکستان، اویبک عثمانوف سفیر ازبکستان در کابل و شماری از تاجران آن کشور دیدار و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

توزیع کمک‌های غذایی برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه ولایت جوزجان

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به همکاری مؤسسه «دبلیو اچ اچ» برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه مواد غذایی تازه توزیع نمود.
بر اساس معلومات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
با نهایت تأسف و تأثر، خبر. . .

بازگشت به خبرها