د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکول پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۰
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکول پیل شوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم په ۶ام بلاک ساحه کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکولو لړۍ پیل شوه.  د دې پروسې د ارزونې لپاره د شرکت اجراییوي رئیس سیدمحمد نعیم محمدي، د درېیم فارم سرپرست امر انجنیر عتیق‌الله، د میکانیزې لوی مدیریت تخنیکي مدیر عبدالله نعمت او ځینو نور مسؤلین سیمې ته لاړل.
مسؤلین وايي چې د دې لړۍ موخه د سپین‌خوړ د اوبو بهیر تنظیمول، محافظوي پولې پیاوړې کول او کرنیزې ځمکې د اوبو د زیاتوالي له ګواښ څخه ژغورل دي.
د معلوماتو له مخې، په ۱۵ ورځو کې به شاوخوا ۱.۵ کیلومتره رسوبات پاک شي، چې له دې سره به د اوبو جریان ښه شي. همدارنګه، د شرکت اړوند ۴ام، ۵ام او ۶ام بلاکونو ۱زر او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د سیمې د خلکو شاوخوا زر جریبه ځمکه به د اوبو د زیانونو له ګواښه خوندي شي.  .
دا ټول کارونه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو ماشینریو، وسایلو، انجنیرانو او کارکوونکو په وسیله، په نږدې ۱.۵ میلیونه افغانیو ترسره کېږي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

دیدار وزیر زراعت با مقامات کشور ازبکستان 

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالرحمنوف شخرتک والی ولایت اندیجان ازبکستان، اویبک عثمانوف سفیر ازبکستان در کابل و شماری از تاجران آن کشور دیدار و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

توزیع کمک‌های غذایی برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه ولایت جوزجان

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به همکاری مؤسسه «دبلیو اچ اچ» برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه مواد غذایی تازه توزیع نمود.
بر اساس معلومات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
با نهایت تأسف و تأثر، خبر. . .

بازگشت به خبرها