ننګرهار کې اکشن اېډ مؤسسه خپل فعالیتونه پراخوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۹:۴۸
ننګرهار کې اکشن اېډ مؤسسه خپل فعالیتونه پراخوي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن  د اکشن اېډ مؤسسې له چارواکو سره په خبره کې د یادې مؤسسې د فعالیتونو پر پراختیا خبرې وکړې.
د دې لیدنې پر مهال افغانستان لپاره د اکشن اېډ لوی رییس سریکانت میسرا د ننګرهار د کرنې ریاست له همکارۍ مننه وکړه او د «سیبارډ» پروژې د بیا پیل، د اقلیم بدلون د اغېزو کمولو، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو برابرولو  په برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د اکشن اېډ مؤسسې  فعالیتونه وستایل او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د پروژو د تطبیق، د متوازن پرمختګ او د کیفیت پر ساتنې يې ټینګار وکړ. همداراز نوموړي وویل، چې په ننګرهار کې د کوکنارو کرکېله بشپړ بند شوی نو د  بزګرانو او مالدارانو  لپاره د بدیلو فرصتونو د برابرولو غوښتنه یې هم وکړه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

دیدار وزیر زراعت با مقامات کشور ازبکستان 

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالرحمنوف شخرتک والی ولایت اندیجان ازبکستان، اویبک عثمانوف سفیر ازبکستان در کابل و شماری از تاجران آن کشور دیدار و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

توزیع کمک‌های غذایی برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه ولایت جوزجان

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به همکاری مؤسسه «دبلیو اچ اچ» برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه مواد غذایی تازه توزیع نمود.
بر اساس معلومات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
با نهایت تأسف و تأثر، خبر. . .

بازگشت به خبرها