د کندهار دوو ولسوالیو کې زرګونو څارویو لپاره د چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۳:۴۱
د کندهار دوو ولسوالیو کې زرګونو څارویو لپاره د چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شو

۱۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر( یو. اِن. او. ډي. سي) په مالي او د هالند کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت  په ارغستان او خاکریز ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۵ زره څارویو لپاره د چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې د ارغستان ولسوالی شاوخوا ۲۰ زره او د خاکریز ولسوالی پنځه زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکړل شي.
 همدارنګه د یادو درملو د وېشلو ترڅنګ، مالدارانو ته د یادو درملو د سم استعمال طریقه هم ښودل کېږي او په اړونده برخه کې روزنه هم ورکول کېږي، ترڅو دوی وکولای شي له دې درملو اعظمي ګټه واخلي او د خپلو څارویو درملنه په سمه توګه ترسره کړي.
د دې کمپاین موخه د څارویو د داخلي پرازیتونو کنټرول، د مالدارۍ سکتور ته سالمه وده ورکول، د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو محصولاتو زیاتوالی، او د چنجیو له امله رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوی دی.
د یادونې وړ ده، چې یاد کمپاین تیره اوونۍ د کندهار په لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم پیل شوې وه، چې په ترڅ کې به یې ۱۰ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

آغاز پروژه بازسازی شبکه‌های زهکشی برای احیای زمین‌های زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری و کندن‌کاری مسیر خروجی آب در ساحه زراعتی قریه هلگی آجر و اعمار و بازسازی شبکه زهکشی قریه انداب ولسوالی کهمرد ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفر رسمی به ولایت پروان با مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و آمرین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

آغاز کار اعمار شبکه زهکشی برای احیای ۶ هزار جریب زمین زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه اعمار شبکه زهکشی در ساحه چمن ولسوالی یکاولنگ شماره یک ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مسئولان ریاست زراعت این ولایت، بزرگان محل و. . .

BACK TO NEWS