د کندهار لوړ شاولیکوټ کې زرګونو څارویو لپاره د چنجیو ضد درمل د ویش کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۳
د کندهار لوړ شاولیکوټ کې زرګونو څارویو لپاره د چنجیو ضد درمل د ویش کمپاین پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو. اِن. او. ډي. سي) په مالي ملاتړ، د هالند کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۱۰ زره څارویو لپاره د چنجیو ضد درمل د ویش کمپاین پیل شو.
د کندها د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلین وایي؛ چې د درملو د ویشلو تر څنګ، مالدارانو ته د یادو درملو د سم استعمال طریقه هم ښوول شوې، ترڅو دوی وکولای شي له دې درملو اعظمي ګټه پورته کړي.
د دې کمپاین موخه د څارویو د داخلي پرازیتونو کنټرول، د مالدارۍ سکتور ته سالمه وده ورکول، د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو محصولاتو زیاتوالی، او د چنجیو له امله رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوی دی.
د یادونې وړ ده، چې یاد کمپاین به په راتلونکي اوونۍ کې د لوړ شاولیکوټ ولسوالی ترڅنګ خاکریز، غورک او ارغستان ولسوالیو ته هم وغوځول شي، چې په ترڅ کې به یې زرګونو مالدارانو ته د چنجیو ضد درمل ورکړل شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها